ملا حسن اخوند پاکستان ته: که زمونږ حکومت سره ستونزه لرئ خبرې وکړئ، کډوالو څه ګناه کړې؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو سره د پاکستاني امنیتي منسوبینو د ناسم چلند په اړه خپرو شویو رپوټونو ته په غبرکون کې پاکستان ته خبرداری ورکړی او ویلي دي چې پاکستاني چارواکي دې د راتلوونکی په اړه فکر وکړي .

ملامحمد حسن اخوند د جمعې په ورځ نومبر درییم (لړم ۱۲) په یوه تنده ویډیوي وینا کې ویلي: "الله څخه وویریږئ د الله له قهر وویریږئ او د خپل اینده فکر وکړئ".

ملا محمد حسن اخوند په دغه وینا کې د ښه ګاونډیتوب اصل ته په اشارې ویلی: "سړی چې د یو همسایه سره په هوساینه کې ګذاره کوي څنګ ترڅنګ پراته وي کوښښ کوي چې د همسایه سره ښه ګذاره وکړي چې اینده مو په خیر وي. دا چې ته یې راباسي ددې حق چا درکړی چې ته یې بې عزته کوئ، ددې حق تاته چا درکړی چې ته یې کورونو ته وراوړئ، ددې حق تاته چا درکړی چې دده په موټر کې موټر سایکل، باسیکل اخلي پیسې ورڅخه اخلې".

ملامحمد حسن اخوند په خپله وینا کې پاکستاني ملکي او نظامي چارواکو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو د حکومت سره د ستونزو غچ دې د هغو افغان کډوالو څخه چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې په دغه هیواد کې په ډیرې سختې ژوند تیرکړی وانخلي.

هغه ویلي: " که چیرې داسې وي چې دغه واکمنان که هغه ملکي دي او که نظامي دي چې اوس په واک کې دي که جنرالان دي که دوی د امارت (طالبانو حکومت) سره مشکل لري مشکل خو په تفاهم حل کیږي، مشکل خو په مذاکره حل کیږي ، مشکل خو په خبرو حل کیږي زما سره کښینه ته څه مشکل لرئ هره ستونزه چې لرئ نو که ته ستونزه زما سره لرئ د حکومت سره یې لرئ د امارت (طالبانو حکومت) سره یې لرئ او هلته زما مسلمانان اوباسئ دا کوم عقل دی کوم منطق دی کوم تعاقل دی دا سل په سلو کې د ټولو نورمونو او اصولو خلاف دی".

پاکستان حکومت لا تراوسه د طالبانو د رئیس الوزرا دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلې، خو د پاکستان حکومت ویلي چې ددغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پلان د کوم یو ځانګړي هیواد د اوسیدونکو په خلاف نه دی بلکې ددغه پلان له مخې به د ټولو هغو هیوادونو وګړي چې په پاکستان کې د اوسیدلو لپاره قانوني اسناد ونلري د نومبر د لومړۍ ورځې وروسته خپلو هیوادونو ته واستول شي.

د ملا محمد حسن اخوند د څرګندونو دمخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم په اسلام اباد باندې تور لګولی و، چې د کډوالو په ګډون د بشري حقونو اړوند مسلو څخه د خپلو موخو لپاره کار اخلي.

همداشان مولوي متقي ویل، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کيدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کيږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کيږي او د منقولو شتمنيو ټرانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ور کول کيږي.

د پاکستان لنډ مهاله حکومت د اکتوبر د میاشتې په سر کې په دغه هیواد کې میشتود قانوني اسنادو نلرونکو د ۱.۷ میلیونو کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ ورځې خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو ضرب الاجل وټاکه.

د حکومت په دغه پریکړه کې ویل شوي چې د ټاکلې نیټې وروسته به د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي ونیول شي او د ځانګرو مرکزونو کې د ساتلو وروسته به له دغه هیواد څخه وشړل شي.

د پاکستان د حکومت دغه مهلت د چهارشنبې په ورځ نومبر اول (لړم ۱۱) پای ته ورسېد.

اکثره کډوال په تیرو څو ورځو کې د ډیورنډ پولې ته په داسې حال کې رسېدلي چې د پاکستان پولیسو د نومبر د لومړۍ نیټې د مهلت پوره کېدو په درشل کې د افغانانو د نیولو او په زور شړلو دپاره په لسګونو د توقیف مرکزونو پرانیستل پیل کړل.

د خیبر پښتونخوا ایالت د تورخم په دروازه کې مسئولین د چهارشنبې د شپې تر ناوخته پورې د شاوخوا ۲۸ زره ستنېدونکو کډوالو په پروسس کولو بوخت وو چې کتار یې تر اوه کیلومترو اوږد و. له هغه وروسته پر پوله تګ راتګ څه ناڅه کم شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي، یوازې له دغه ایالت څخه تر ۱۲۹ زره ډېر افغانان ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د چمن - سپین بولدک د پولې د مقاماتو په وینا، لږ تر لږه ۳۸ زره افغانان له دغې لارې افغانستان ته اوښتي دي.

افغانستان ته په یو وخت د لوی شمېر افغان کډوالو ستنېدو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، د افغانستان په خوا کې فشارونه زیات کړي دي.

چارواکي د ستنو شویو افغانانو د راجستر کولو لړۍ پیل کړې ده. په افغانستان کې د لسیزو پرله پسې جګړو پر مهال په میلیونونو افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې ، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې، لږ تر لږه ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته تللي دي.

د پنجشنبې په ورځ د کراچۍ په ښار کې د پولیسو په عملیاتو کې تر ۱۰۰ زیات کسان ونیول شول، په داسې حال کې چې پولیسو د بلوچستان په کویټه کې ۴۲۵ افغانان ونیول.