له پاکستانه د افغان کډوالو ستنولو ته غبرګونونه؛ نړیوالو ټولنو د نوي ناورین خبرداری ورکړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

درېیو نړیوالو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې د بې ساري زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی، په ځانګړې توګه د ژمي په پیلېدو سره یې په افغانستان کې د دوی د ژوند او استوګن کېدو په اړه جدي اندېښنه ښوولې ده.

په یوې ګډه اعلامیه کې، د ناروې د کډوالو کمېټې (اېن ار سي)، د ډنمارک د کډوالو شورا (ډي ار سي) او د ژغورنې نړیوالې کمیټې (ای ار سي) په نړیوالو بسپنه ورکوونکو غږ کړی چې د ناورین د مخنیوي او د دغو راستنېدونکو اړتیاوو پوره کولو لپاره اضافي بشري مرستې راټولې کړي.

دغو درېیو سازمانونو د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې د ټولو هغو زیان منونکو افغان کډوالو ملاتړ او پناه ورکولو ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې په هېواد کې یې د خوندي، دوامداره او داوطلبانه راستنېدو لپاره شرایط برابر نه وي.

په اعلامیه کې ویل شوي، په هغو سیمو کې چې د دوی ټیمونه ځای پر ځای شوي او کډوال له پاکستانه پکې راستنېږي، د بېرته راستنېدونکو په تړاو یې د ګډوډۍ او نا امیدۍ پېښو راپورونه ورکړي دي.

اعلامیه زياتوي د ډېرو لپاره په پاکستان کې د خپل لنډمهال پناه پرېښودل د غوراوي یا انتخاب خبره نه وه بلکې یوه جبري اړتیا وه.

دوی وايي، کله چې پاکستان اعلان وکړ، د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې دې ټول هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني سندونه نه لري باید له دې هېواده ووځي، له پاکستانه افغانستان ته د تلونکو کسانو ورځنی شمېر له ۹ تر ۱۰ زرو پورې رسېدلی دی، په داسې حال کې چې دغه شمېره د سپټمبر په ۱۵مه نېټه او تر اعلان مخکې په ورځ کې شاوخوا ۳۰۰ تنه وو.

په افغانستان کې د ناروې د کډوالو ټولنې مشر نیل ټرنر په وینا "له پاکستانه د افغانانو د راستنېدو وروستي زیاتوالي، زموږ پر سرچینو او په افغانستان کې کمزورې زیربنا لوی فشار راوړی دی. خلک هلته په ډېر ناوړه حالت کې راځي، موږ د دوی د وضعیت او همدارنګه زموږ د بشري هڅو د فشار په تړاو ژوره اندېښنه لرو."پاکستاني چارواکو نن پنج شنبه ویلي، په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۶۵ زره افغانان له پاکستانه وتلي دي. ډېری یې د پاکستان حکومت لخوا ټاکل شوې ضرب الاجل ته په نژدې کېدو افغانستان ته تللي دي.

پاکستاني چارواکي وايي افغانان اوس هم کولای شي په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

د خیبر پښتونخوا د سرحدي ضلعې مرستیال کمشنر عبدالناصر خان، ای ایف پي ته ویلي، "د شړلو لپاره ټاکل شوې نېټې تر رسېدو وروسته، لوی شمېر نا قانونه افغانان تورخم ته رسیدلي، او خلک اوس هم په خپله خوښه بېرته ستنېدلی شي."

د پاکستان سرحدي چارواکو ای اېف پي ته دا هم ویلي، یوازې له خیبر پښتونخوا ایالت څخه تر ۱۲۹ زره ډېر کسان تللي دي، په داسې حال کې چې تر ۳۸ زره ډېر کسان د بلوچستان ایالت د چمن له لارې افغانستان ته تللي دي.

د تورخم بلې غاړې ته د طالبانو حکومت کډوالو ته د رسېدو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی او وايي د راستنېدونکو لپاره یې موقتي کمپونه جوړ کړي دي.

په ورته وخت کې په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت د پاکستان له حکومته غوښتي، د افغان کډوالو د جبري اېستلو او ځورولو بهیر دې ودروي، ځکه دا مساله به د دواړو هېوادونو پر اړیکو "منفي اغېز" وکړي.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان کډوال د تورخم او چمن – سپین بولدک له لارو په راستنېدو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زرګونه افغان کډوال د محدودو اسانتیاوو او د کارکوونکو کمښت له امله په دغو دوو لارو کې بند پاتې دي.