کرېکټ نړيوال جام: افغانستان نېدرلنډز ته په اوو وېکټو ماته ورکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نېدرلنډز د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۴۷ اورو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې وکړې چې افغانستان په ۳۲ اورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړې او بريا يې په خپل نامه کړه.

د افغانستان او نېدرلنډز تر منځ دا سيالي د هند په لکنوو کې تر سره شوه.

د نېدرلنډز لومړنی لوبغاړی په یوه منډه مجیب اوټ کړ. که څه هم د لومړي لوبغاړي له اوټ کېدو وروسته، د نېدرلنډز لوبغاړي پر وېکټه یو څه تم شول، خو بیا یې وېکټې په چټکۍ له لاسه ورکړې.

د افغانستان لپاره محمد نبي دری، نور احمد لکڼوال دوې او مجيب الرحمان ځدراڼ يوه وېکټه واخيسته.

د نېدرلنډز څلور لوبغاړي رن اوټ شول.

د افغانستان لپاره حشمت الله ۵۶، رحمت شاه ۵۲ عظمت الله عمرزي ۳۱، ابراهيم ځدراڼ ۲۰ او رحمان الله ګوربز ۱۰ منډې وکړې،

افغانستان له دې بريا سره د اتو نومرو په لرلو د لوبو په جدول کې پنځم ځای ته پورته شو.

‌ افغانستان وار له مخه انګلنډ، پاکستان او شري لنکا ته ماته ورکړې ده.

د نړیوال جام له لسو ګډونوالو لوبډلو به د سر څلور لوبډلې نیمه پایلوبه کې له یوه بل سره د اتلولۍ جام ګټلو لپاره لوبېږي.

افغان لوبډله اوس اته پوانیټونه لري دوی د ۱۲ پواینټونو جوړولو چانس لري که څه هم سخته به وي خو ناممکنه نه.

د افغان لوبډلې تېرو لوبو ته په کتو فکر کېږي چې افغانستان اوس هر چاته ماته ورکولې شي خو له پاتې لوبو نیدرلینډز ورته په ښکاره اسانه هدف برېښي.