طالبانو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو دپاره د نور وخت غوښتنه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې مېشتو بې اسنادو افغانانو ته د وتلو لپاره نور وخت ورکړي.

د پاکستان حکومت ۱.۷ میلیونو افغانانو ته چې وايي په دغه هېواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د نومبر تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی و چې په خپله خوښه ووځي، که نه په زور به وشړل شي.

د پاکستاني سرحدي چارواکو په وینا، د اکتوبر په پیل کې ددغه مهلت د اعلان کېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۳۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه وتلي دي، چې په نتیجه کې یې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سرحدي دروازو باندې د ګڼې ګوڼې له امله فشارونه زیات شوي دي.

طالب چارواکو له پاکستان او نورو هېوادونو مننه کړې چې د لسیزو جګړو پر مهال یې د میلیونونو افغانانو کوربه توب کړی دی. خو د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم نهمه) په یو بیان کې، طالبانو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې " افغانان په اجباري ډول په بیړه ونه شړي او هغوی ته د تیاري دپاره وخت ورکړل شي."

په زرګونو افغانان تورخم او سپین بولدک ته څېرمه له پاکستان څخه د وتلو په حال کې دي. پاکستاني مقامات وايي، دا شمېر به تر سبا دوه چنده شي. 
دا مطلب هم ولولئ
د کډوالو د شړلو د مهلت وروستۍ ورځ؛ لسګونه زره افغانان له پاکستان څخه د وتلو په حال کې دي
د ۲۰۲۱ په اګست کې د بیا واکمن کېدو راهیسې، د طالبانو حکومت له افغانانو غوښتي چې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو د پاکستان هغه کړنې یې هم غندلې دي، چې وايي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د کړکېچ له امله افغان کډوالو ته سزا ورکول کېږي.

پاکستان ویلي چې په دغه هېواد کې د وسله والو بریدونو د زیاتېدو له کبله، حکومت د هېواد د "سوکالۍ او امنیت" دپاره د بې اسنادو کډوالو د شړلو پرېکړه کړې ده.

د طالبانو د حکومت اعلامیه بیا دا ادعا ردوي او وایي: "په کومو هیوادونو کې چې افغانان اوسیږي، د هغو هیوادونو امنیت یې نه دی ګواښلی او نه یې هم د بې ثباتۍ لامل شوی دی."

د طالبانو په بیان کې پر پاکستان انتقاد شوی چې افغان کډوال نه پرېږدي چې د نغدو پیسو او څارویو په شمول خپل مالونه او شتمني له ځان سره افغانستان ته یوسي.

د افغانستان په ختیځ کې د تورخم دروازه کې د افغان لوري سرحدي چارواکو ویلي چې له پاکستان څخه د زرګونو راستنېدونکو د څپې له کبله د "بېړني حالت" سره مخامخ دي.

د راستنېدونکو دپاره موقتي کمپونه

تورخم ته څېرمه د راستنېدونکو افغانو کورنیو دپاره موقتي ځای پرانیستل شوی چیرې چې ویل کیږي، د راجستر کېدو په تمه راستانه شوي خلک د خوړو، اوبو او درملو له کمښت سره مخامخ دي.

د طالبانو حکومت د دې مسلې د حل لپاره یو عالي کمیسیون جوړ کړی او ویلي یې دي چې تورخم ته څېرمه سیمه کې به دوه موقتي کمپونه جوړ کړي.

د چهارشنبې په بیان کې له شتمنو افغانانو هم غوښتل شوي چې د عالي کمیسیون سره کار وکړي ترڅو له راستنیدونکو سره د ترانسپورت، استوګنې او سرپناه په برخه کې مرسته وکړي.

چارواکو دا هم ویلي چې خیریه کارکوونکي، تخنیکي ځواک او لارۍ چې ګرځنده تشنابونه، جنراتورونه او د اوبو ټانکرونه لیږدوي، تورخم ته لیږل شوي دي.

د طالبانو یو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د سه شنبې په ورځ تورخم ته سفر وکړ او له هغو راستنیدونکو سره یې د ملاتړ ژمنه وکړه چې "د ښه ګاونډیتوب او بشردوستانه ټولو اصولو خلاف د پاکستان د حکومت له خوا په زور ایستل شوي دي."