تورخم کې طالب چارواکي: تېرو ۴۰ ورځو کې شاوخوا سل زره افغان کډوال افغانستان ته راغلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له پاکستانه د "ناقانونه" افغان کډوالو د ایستنې وروستۍ ورځې په رارسېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په تېرو ۴۰ ورځو کې شاوخوا سل زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ورستانه شوي دي.

په تورخم کې د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر عرفات مهاجر بي بي سي پښتو ته وویل، له هغه راهیسې چې پاکستان له دغه هېواده افغان کډوالو ته د وتلو ضرب الاجل ټاکلی، "د سپتمبر له ۱۷مې تر اوسه پورې په ۴۰ ورځو کې یو لک افغانان راغلي. په دې کې شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ دي."

پاکستان د اکتوبر ۳۱مه د دې لپاره وروستۍ ورځ یا ضرب الاجل ټاکلی و چې سبا ده.

که څه هم پاکستاني حکومت ویلي وو چې که تر دې نېټې "ناقانونه" افغان کډوال له دغه هېواده ونه وځي نو دوی به یې په زور وباسي خو ښاغلی مهاجر وايي چې په دغو ورستنو شویو کډوالو کې "له ۹۰ تر ۹۵ سلنه په زور افغانستان ته ستنېدو ته اړ ایستل شوي" او په وینا یې، په ټول ټال ورستنو شویو کورنیو کې "۸۰ سلنه یې غیر رسمي او ۲۰ سلنه یې رسمي کډوال دي."

"د ځينو ورستنو شویو کورنيو مشران پاکستان کې بندیان دي"
ګڼې افغان کورنۍ له کډوالۍ داسې مهال خپل هېواد ته ورستنېږي چې په پاکستان کې د بېلابېلو لاملونو له کبله ژوند ورته سخت شوی و. د اقتصادي جنجالونو تر څنګ ګڼ هغه د پاکستاني حکومت له لوري نیول شوي او په زندانونو کې دی.

ښاغلی مهاجر همدا وايي چې په تازه ورستنو شویو افغانانو کې ګڼې داسې کورنۍ شته چې مشران یا سرپرستان یې لا هم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي او ځينې يې هېڅ سرپرست نه لري.

عرفات مهاجر زیاتوي چې په تورخم کې اوس هر سهار له شپږو د شپې تر ۱۲ بجو د ورستنېدونکو افغانانو د ثبت چارې روانې وي.

د یادولو ده چې په پاکستان کې له څو لسیزو راهیسې افغان کډوال مېشت دي او په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ نور افغانان هم د بهرنیو هېوادونو په تمه هلته مېشت شوي.

خو د پروسو د ځنډېدو له کبله د ګڼو د ویزو یا نورو اسنادو د اعتبار موده یا معیاد پوره شوی او ځينې يې په پټه ژوند کولو ته اړ شوي دي.

که څه هم بېلابېلو بنسټونو پر پاکستان غږ کړی چې خپله دا پرېکړه وځنډوي خو د پاکستان چارسمبالي حکومت چارواکي یې نه مني.

هلته د کورنيو چارو وزارت د مالوماتو له مخې پاکستان کې ۱۷سوه زره ناقانونه افغان کډوال مېشت دي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره یا یو.اېن.اېچ.سي.ار بیا هلته له بېلابېلو ادارو سره د ثبت افغانانو شمېر څه باندې درې ميلیونه ښيي.