افغانستان ته ستنېدونکي کډوال: "وطن کې مو مېنې وېجاړې دي او پاکستان مو په زوره باسي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

داسې حال کې چې پاکستان کې بې‌اسناده کډوالو ته ورکړل شوی وخت نن پای ته رسېدلی، ستنېدونکي افغان کډوال اندېښمن دي چې "وطن ته له تللو وروسته به څه کوي."

د شېرمحمد په نامه یو سپین ږیری افغان کډوال چې د تورخم بلې غاړې ته کډوالو ته په جوړ شوي لنډمهالي کمپ کې ولاړ و وایي، دا د دې وخت نه وو چې پاکستان د ټولو کډوالو کډې ور په شا کړې.

نوموړی زیاتوي، "کډه مو په شا ده، ور روان یوو، موږ سره ډېر زیاتی وشو، دا ماشومان وګوره، دا ښځې، کونډې رنډې وګوره، تورخم نه هاخوا [افغانستان کې] زموږ مینې خرابې دي، ژمی دی، او دوی په موږ لرګی را کېښود چې ځئ لاړ شئ."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ دروازو کې خلکو او ځايي خبریالانو هلته د روان وضعیت په اړه مالومات شریک کړي.

دوی بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، له کرښې پورې غاړه د پاکستاني حکومت لخوا جوړ شوي ټرانزیټ کمپونه له کډوالو ډک شوي دي.

په تورخم کې ځایي خبریال مهراب افریدی وایي، په لنډي کوتل کې د حمزه بابا له زیارت سره جوړ شوي لنډمهاله پنډغالي کې د کډوالو شمېر د نورو ورځو پرتله د هغه په ټکو په "انتهایي ډول دومره ډېر شوی چې هلته د نورو د ځایېدو امکان نشته."

له ټولو امکاناتو خالي دغه کمپ داسې مهال له ستنېدونکو کډوالو ډک شوی چې پاکستاني امنیتي ځواکونه نور کډوال هم ورته راولي.

له کډوالو ډک کمپ او د سهولتونو نشتوالی
په کمپ کې امنیتي ساتونکي هم وایي چې کډوال د دوی د تمه خلاف ور زیات شوی او هلته ګڼه ګوڼه د دوی له واکه هم وتلې ده.

بي بي سي ته رسېدلو انځورنو کې هم ښکاري چې د غرونو منځ کې سپېره دښته په کډوالو ډکه شوې، هرې خوا ته ښځې او ماشومان ښکاري چې لا لهانده ګرځي.

داسې ښکاري چې له ډېرو کورنیو نارینه هم بیل شوي.

ازاد خبریال مهراب افریدی هم وایي چې کډوالو کورنیو سره یوازې یو یو نارینه پرېښودل شوی او نور یې په جلا ډول له کرښې اړول کېږي.

خو ستونزه د دې ګڼو کډوالو ثبتول او د پاکستانیو ادارو له فلترونو تېرول دي.

په انځورونو کې هم لیدل کېږي چې د دې ګڼ شمېر کډوالو د اوږدو قانوني پړاوو ترسره کولو او پلټلو لپاره یوازې د ګوتو په شمېرې کوچني بسونه چې د "نادرا" یا پېژندپاڼو ادارې مامورین په کې د کډوالو رسمي کارونه ترسره کوي، ولاړ دي او هر ګاډي ته هم کډوال په اوږدو لینونو کې انتظار کوي.

د امینتي ځواکونو په یوه افسر ورټول سلګونه کډوال له هغه غواړي چې د تګ اجازه ورکړي.

یوه کډوال د پولیسو افسر ته وايي، "له مرستو او راجستر مو تېر یوو، یوازې زموږ ګاډو ته اجازه راکړئ، ناروغان او سپین ږیري مو دلته د پاتې کېدو توان نه لري."

هلته په سیمه کې یوه سپین سرې مېرمن له ځايي خبریال سره خبرو کې وایي هېڅوک یې د پوښتنې نشته.

"ماشومانان مو په خاورو او اېرو کې لټېږي، وږي تږي پراته دي، دغسې ساعت راباندې راغلی، تاسو مو خبر واخلی او ورته ووایئ چې ولې داسې راسره کوي."

په یاده سیمه کې د کډوالو د ثبت او راجستر ترڅنګ، تلاشي او پلټنه هم کېږي او وروسته بیا په لاریو موټرو کې تورخم ته وړل کېږي، چې افغانستان ته واړول شي.

په روز د استول کېدونکو کډوالو دا سېل یوازې په تورخم دروازه نه دی ور مات شوی، په چمن کې هم ورته حالت روان دی.

د رپوټونو له مخې هلته ان د کډوالو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی هم شوی دی.

د حکمت سبا په نامه د چمن یوه ځایي اوسیدونکي بي بي سي ته وویل، هلته هم ستنېدونکي کډوال د قانوني پړاوونو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا،" لسګونه زره خلک هلته په تمه دي او هوا هم سړه ده خو دواړو خواوو ته د کډوالو ستونزو هوارولو لپاره کارونه ډېر سوکه روان دي."

د کډوالو ترڅنګ هلته د زرګونه ځایي اوسېدونکو پرلت هم دولسمې ورځې ته غځېدلی دی.

دوی وایي د پاکستان حکومت هغه پرېکړه ورته د منلو نه ده چې پر کرښه تګ راتګ باید د پاسپورت او ویزې له مخ وشي.

پاکستان امنیتي ادارو له وړانډې کډوالو ته خبرداری ورکړی وو، که په ټاکلي وخت لاړ نه شي، وبه نیول شي او په زور به یې افغانستان ته واستوي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د نړیوالو بشرپالو ادارو هغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، چې په زور د کډوالو ایستلو دا لړۍ ودروي.