افغانستان په نړیوال جام کې خپله درېیمه لوبه هم وګټله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) د هند په پونه کې په خپلې شپږمې لوبې کې سري لانکا ته ماتې ورکړه.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته سري لانکا ته د منډو کولو بلنه ورکړه، سري لانکا د ۴۹.۳ اورونو کې افغانستان ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.

افغانستان دا هدف په ۴۵م اورو کې پوره او لوبه یې وګټله. دا په نړیوال جام کې د افغانستان درېیم بری و. افغانستان تر دې دمه شپږ لوبې کړې دي.

عظمت الله عمرزي ۷۳ او حشمت الله شهیدي ۵۸ منډې وکړې او تر پایه یې لوبه وکړه او ونه سوځېدل. رحمت شاه په ۶۲، ابراهیم ځدراڼ په ۳۹ او رحمان الله ګربز په صفر اوټ شول.

په افغان توپ اچوونکو کې بیا فضل حق فاروقي د سري لانکا څلور لوبغاړي، مجیب الرحمن دوه، راشد خان او عظمت الله عمرزي یو-یو لوبغاړي اوټ کړل. د سري لانکا دوه نور لوبغاړي په منډو کې (رن اوټ) کې وسوځېدل.

د سري لانکا لوبغاړي پاتم نیسانکا تر نورو ډېرې ۴۶ منډې وکړې.

په دې بري سره افغانستان د لسو لوبډلو په جدول کې په پنځم مقام دی. د افغانستان بله لوبه د جمعې په ورځ د هند په لکهنو کې له هالنډ سره ده.