فلسطیني چارواکي: د غزې پر روغتون بمبارۍ کې سلګونه کسان وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د غزې د روغتیا وزارت د ویاند په وینا پر یوه روغتون د ادعا شوي هوايي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰ ته رسېدلی دی. په همدې حال کې د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ویلي چې د پېښې لامل معلوم نه دی او پوځ یې د جزئیاتو په لټه کې دی. په لومړنیو غبرګونونو کې مصر د اسرائیلو دغه هوايي برید په کلکو ټکو غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د نورو سرغړونو د مخنیوي لپاره دې بېړنۍ مداخله وکړي.