پوروړی پاکستان او ناامني؛ د سي پېک په ګډون به پاکستان او جنوبي اسیا کې د چین پانګونې راتلونکې څنګه وي؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د چین په همکارۍ د پاکستان له شمال خنجراب لوړې او سړې سیمې له ګوادر بندر سره د وصلېدو په موخه یو مهم سړک تېرېږي.

دا سړک له دې کبله چې چین د پاکستان په سویل لوېدیځ کې پروت ګوادر بندر سره نښلوي، له ځانګړی اهمیت څخه برخمن دی.

د دې تر څنګ د ورېښمو لار چې له پېړیو راهیسې د سوداګرۍ لپاره استعمالېږي، په تېرو لسو کالو کې یې د چین د نوي پلان له مخې ځانګړی اهمیت موندلی دی.

چین غواړي د یوه کمر بند یو لار (بي آر آی) له لارې سیمه سره ونښلوي او خپله سوداګري پراخه کړي.

د چین د ولسمشر شي جین پېنګ د پلان له مخې، د دغې لرغوني لارې بیا ژوندي کول به د سیمې بې وزله هېوادونه پر چین د لا راغونډېدو او پلوۍ سبب شي.

په افغانستان کې د دغې لار په بیا رغولو یوه وخت افغان پخواني ولسمشر اشرف غني هم ډېر ټينګار کاوه، او دا یې له ګاونډیو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د اتکا خلاصیدو لار بلله.

بلخوا، لوېديځه نړۍ د چین دومره سترې پانګونې ته د شک په سترګه ګوري او فکر کوي چین غواړي د بندرونو داسې یوه سلسله جوړه کړي چې له بېلابېلو لارو ان افریقا ته اسانه لاس رسی ولري.

چین په دې اړه د لوېدیځې نړۍ ټول شکونه او اندیښنې بې بنسټه بللې دي.

تر اوسه په شاوخوا ۱۴۵ هېوادونو کې چې ۷۵ سلنه جمعیت په کې مېشت دی، د چین پلانونه او پروژې پلې شوې دي.

د دغو پروژو یوه ستره هغه یې د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي دهلېز (سي پېک) پروژه ده چې ۶۰ میلیارده ډالرو لګښت اټکل یې شوی دی.

په دې ستره پروژه کې د سړک تر څنګ د اور ګاډي پټلۍ او پایپ لاین هم غزول کېږي.

فکر دا وه چې د پاکستان پرمختګ به د چین لپاره ګټور تمام شي او بل دا چې چین به د افغانستان کانونو ته هم اسانه لاس رسی ولري.

پاکستان کې د چین پلانونه له کومو ننګونو سره مخ دي ؟

که څه هم د سي پېک پر پروژه تر یوې ډېرې کچې کار شوی خو د یوه کمر بند یوه لار پروژه لکه د ځينو نورو پلانونو د فساد، ناامنیو، سیاسي وضعیت او ځينو نورو دلایلو له کبله له ځنډ او خنډ سره مخ ده.

له همدې کبله د ګوادر بندر لا هم خالي دی او لا په کې د سوداګرۍ د وړلو راوړلو د پام وړ نښې نه ښکاري.

تر ډېره باور دا دی چې دا ډېرې ستونزې په پاکستان پورې اړه لري، داسې چې همدا روان کال د پاکستان د دیوالي کېدو وېره خپره وه، ګراني، بې روزګاري خپل اوج ته رسیدلې، د پاکستاني روپیو ارزښت په پرلپسې ډول کم شوی او په ډېرو ځایونو کې د برېښنا او نفتي توکو کمښت له کبله فابریکې تړل شوې یا د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په همدې مهال چارواکي د هغو پیسو په ورکړو کې له ستونزو سره مخ دي چې د سي پېک پروژې پر مخ بیولو لپاره باید اجرا شي.

په دغه سخت حالت کې بالاخره د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د ۳۰۰ میلیارده ډالرو پور ورکړه منظور کړه چې له درېیمې برخې یې باید د چین پورونه ور وګرځوي، په سیمه کې یوازې پاکستان له چین سره په دې برخه کې له ستونزو نه تېرېږي بلکې بنګله دېش، شري لنکا او نیپال نور هغه هېوادونه دي چې له چین سره په اقتصادي راکړو ورکړو او ځينو پروژو کې ډېر ښکیل دي.

د یوې څيړنې له مخې چین له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۲۱م کاله پورې ۲۲ هېوادونو ته ۲۴۰ میلیارده ډالر پورونه ورکړي دي.

دا څيړنه چې د نړیوال بانک د یوه پخواني مشر اقتصاد پوه کارمین ریین لخوا شوې، وايي "بېجېنګ د خپلو بانکونو د خوندي او ښه ساتلو هڅه کوي او د دې لپاره په نړیواله کچه د پور ورکړې په ګواښمن کاروبار کې ښکیل شوی."

د چین د پور ورکړې نوعیت د حیرانۍ دی داسې چې دوی ډيری وخت هغه معلومات نه په ډاګه کوي چې چاته یې په کومو شرایطو څومره پورونه ورکړي.

چین لکه د شري لنکا او پاکستان غوندې ډوب شویو اقتصادي هېوادونو ته بیړني پورونه هم منظوروي او ډېر وخت د دې لپاره چې هېوادونه پور اخېستو ته هڅول شوې وي، د پور ورکړې وخت هم غځوي او ګڼ نورو سهولتونه هم ورته اعلانوي.

له دې ټولو سره پر چین دا تورونه هم کم نه دي چې "د پورونو به جال کې سفارتي چارې مخې ته وړي."

د اېډ ډېټا کمپنۍ اینا هیروګاشي وايي "چین د پاکستان په ګډون د سویلي اسیا ګڼو هېوادونو اقتصادي لاسنیوی کړی او دوی ته یې په سختو شرایطو کې پور منظور کړی خو د چین د پورونو څرنګوالی یوازینۍ ستونزه نده بلکې شفافیت هم حتمي دی."

د ده په وینا شري لنکا کې تجربه ښیې چې چین پخپلو پورونو معامله وکړه.

شري لنکا د خپلو پورونو ورکړې لپاره د چین او هند سره داسې تفاهم وکړ چې له مخې یې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق یا ( ای اېم اېف) څخه نږدې درې میلیارده ډالره پور تر لاسه کړي.

پوښتنه دا ده چې چین له داسې بې وزله یا له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان هېوادونو سره پورونه ولې کوي؟

څيړونکي وايي چې که چین رښتیا له پاکستان سره ملګرتیا کوي، یا له پاکستان سره مرسته کول غواړي نو په ګوادر کې د پانګونې پر ځای دې د کراچۍ اوسنۍ بندر پراخ کړي.

هغه کار چې چین لا ورته زړه نه دی ښه کړی.

په بهرنیو اړیکو کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز یو مشر میا نوئینز وايي "د چین په پانګونه کې له وخت او سیاست څخه د ځان په ګټه د استفادې عنصر له ورایه ښکاري."

د ده په وینا "چین ځان ته د سویلي اسیا د مشر په سترګه ګوري، یو داسې هېواد چې د پرمختګ په حال کې هېوادونو په اړتیاوو پوهېږي او د دوی لاسنیوی کوي."

له چین سره تفاهم لیکونه په کم وخت او کمو شرطونو مشهور دي، پداسې حال کې چې نړیوال بانک او یا د پیسو نړیوال وجهي صندوق سره معاملې یا تفاهم ته رسېدل ډېر وخت غواړي او په بدل کې یې په پور اخیستونکي هېواد سخت اقتصادي او ټولنیز شرطونه هم کېښودل کېږي.

څيړونکی اینا هیروګاشي وايي، "سوېل خوا ګڼو هېوادونو کې مشران له ټاکنو سره مخ دي، په ټاکنو کې د بریا د تضمین او راتلونکي لپاره دوی د داسې پلانونو هېلې لري چې په کمو شرطونو ژر تر ژره تر سره شي.