د غذا نړیوال پروګرام په ژمي کې په هرات کې د بشري ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هرات او ددغه ولایت شاوخوا سیمو کې څو پرله پسې زلزلو ته په اشارې ویل که دغه پروګرام ته اضافي مالي منابع برابرې نشي، ځینې زلزله ځپلي به د ژمي د یخنۍ د زغملو توان ونه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۱۶( تلې ۲۴) د نړیوالې ټولنې څخه د ۱۸.۸ میلیون ډالرو د غوښتنې وړاندیز کې ویلي، چې زلزله ځپلو کورنیو ته د خوړو د برابرولو لپاره دغو پیسو ته په عاجل ډول اړتیا لري.

دغه پروګرام ویلي، چې د ژمي په سړه هوا کې د زلزلې څخه د بچ پاتې شویو کسانو د ژوندي پاتې کیدو لپاره ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

افغانستان کې ددغه پروګرام د مطبوعاتو مسوول فلیپ کروف ویلي، چې د بودیجې د چمتو کولو په صورت کې دا پروګرام نیت لري، چې زلزله ځپلو ته د څو میاشتو لپاره د خوړو د ویشلو پروګرام ته دوام ورکړي، ترڅو په سخت ژمي کې ډیرو خوارو کورنیو ته خواړه برابر کړای شي.

کروف خبرداری ورکړ:" د اضافي بودیجې پرته ځینې زلزله ځپلي کیدای شي د ژمي یخني ونشي زغملی. دا به د هغوی لپاره ډیره زیاته مشکله وي. هغوی هرڅه له لاسه ورکړي دي."

هغه وویل، چې د خوړو نړیوال پروګرام غواړي، چې تر راتلوونکو دریو اونیو څخه تر اوو اونیو پورې له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو سره خوراکي مرستې وکړي.

ددې دمخه د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) ویلي و، چې د افغانستان ۱۵ میلیون نفوس کافي خواړه نلري او یو وخت چې وخوري بیا نپوهېږي د بل وخت خواړه به له کوم ځای څخه کوي.

دغه سازمان د خپل ایکس [ټویټر] په ټولنیزه شبکه کې نړۍ ته یې بیا وریاده کړې ده چې د افغانستان د نفوس یوه په درییمه برخه کافي خواړه نلري.

په افغانستان کې بشري سازمانونه وايي، چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې اقتصادي حالت خراب شوی، بېکاري زیاته شوې او له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې (Save the Children) د افغانستان د دفتر رئیس ارشاد ملک هم د دوشنبې په ورځ ټینګار کړی، چې حتی د دغه بشري ناورین د پیښیدو دمخه هم ماشومان د خوړو د کمښت د ستونزې څخه کړیدل. هغه د نړیوالې ټولنې څخه د مرستو د غوښتنې په وړاندیز کې ویلي، چې سخت ژمی په داسې حال د نږدې کیدو په حال کې دی، چې ماشومان او کورنۍ د ځان د ساتلو لپاره نه سرپناه لري اونه هم ګرم لباسونه .

د طالبانو مقامات وايي‌چې د هرات په زلزلې کې له ۱۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او ۲۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو دغه وزارت ویلي، چې کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي.

د ملګروملتونو د مختلفو ادارو د ارزونې د راپورونو له مخې د هرات ولایت په شپږو زلزله ځپلو ولسوالیو زنده جان، انجیل، کشک رباط سنګي،کوهسان، ګلران او د هرات په ښار کې ۱۱۴ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. د روغتیا نړیوال سازمان وايي د خپلو ملاتړو موسسو په مرسته یې په زلزله ځپلو سیمو کې ۲۸ زره او ۸۳۱ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

دمخه د ملګري ملتونو د وګړو صندوق په یو راپور کې ویلي، چې اوس مهال په هرات کې ۳۱۸زره کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې د ۷۴زره امیدوارو میندو په ګډون ۷۶ زره یې ښځې او نجونې دي.