ملګري ملتونه وايي، د غزې وضعیت ''سخت'' دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په ملګرو ملتونو کې د خوړو نړیوال پرواګرام ادارې مسوولین وايي، په داسې حال کې چې اسرائیلي ځواکونو غزه محاصره کړې ده، په دې سیمه کې خواړه او اوبه په کمېدو دي.

ډبلیو ایچ او د غزې وضعیت ''سخت'' بللی دی.

په غزه کې د یوازیني برېښناکوټ له نفتو ختمېدو وروسته د سیمې روغتونونه د خپلو فعالیتونو لپاره پر جنراتورونو تکیه کوي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای، ډي، ایف) ویاند دانیل حقاري پر خواله رسنۍ ایکس یوه پیغام کې ویلي دي چې د شنبې پر ورځ د جګړې له پیل راهیسې اسرائیلي ځواکونو پر غزه نژدې ۶۰۰۰ بمونه غورځولي دي.

بل لور نن پنجشنبه په غزه کې د عامې روغتیا چارواکو دفلسطیني چارواکو له قوله وویل، له شنبې ورځې راهیسې د اسرائیلي ځواکونو په بمباریو کې ۱۴۱۷ کسان وژل شوي، چې په وینا یې ۴۴۷ ماشومان او ۲۴۸ ښځې هم پکې شامل دي.

پرون د لبنان پولې ته نژدې د اسرائیل ځای پر ځای شوي پوځیان لیدل شوي دي.
پرون د لبنان پولې ته نژدې د اسرائیل ځای پر ځای شوي پوځیان لیدل شوي دي.

له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیل ته د سفر په ترڅ کې له لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وینا وکړه. نوموړي وویل: ''هغه پیغام چې ما له ځان سره راوړی دا دی، چې تاسې به په یوازې سر هم له ځانه د دفاع لپاره پیاوړي یاست، خو باید ووایم چې تر څو پورې امریکا شته تاسې به هیڅکله یوازې پاتې نه شئ. ''

د دې ګډې خبري غونډې په پیل کې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په انګلیسي او عبراني ژبو د ښاغلي بلېنکن مننه وکړه. نوموړي د امریکا ولسمشر یوې وینا په حواله وویل: ''ولسمشر بایډن دا (حماس) شریره ډله بللې. له حماس سره به هغسې چلن وشي، چې له داعش سره وشو، دوی به وشړل شي.''

نتنیاهو زیاته کړه: ''همدا اوس وخت دی، چې موږ باید د بدۍ (حماس) پر ضد یو موټی ودرېږو.''

نوموړي زیاته کړه، چې ''موږ یو دریځ غوره کړی، چې په دې کې امریکا هم زموږ تر څنګ ده.''

له اسرائیلي ولسمشر سره لیدنه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکا د اسرائیل تر څنګ ده،
له اسرائیلي ولسمشر سره لیدنه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکا د اسرائیل تر څنګ ده.

له اسرائیلي لومړي وزیر سره له لیدنې وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل له ولسمشر اسحاق هیرزوګ سره ولیدل.

په یوه لنډه غونډه کې ولسمشر له امریکا مننه وکړه چې ''د اړتیا پر مهال او د اسرائیل له تاسیس راوروسته تر ټولو په دې سختو ساعتونو کې د اسرائیل خیال ساتي.''

ښاغلي بلېنکن په خپلو خبرو کې وویل دې هېواد ته له یوه پیغام سره راغلی او هغه دا دی چې ''امریکا متحده ایالات د اسرائیل تر څنګ دي، نن، سبا او هره ورځ.

د یادونې ده، چې حماس د شنبې پر ورځ پر اسرائیل د برید په ترڅ کې ۱۵۰ اسرائیلیان یرغمل او غزې ته ولېږدول. د اسرائیل دفاعي ځواکونو مشر نن پنجشنبه د اسرائیل او د دې هېواد اوسېدونکو په خوندي ساتلو کې د اسرائیلي ځواکونو پاتې راتلل ومنل