د قوشتېپې کانال لومړۍ برخه بشپړه شوه؛ "د دویم فاز چارې پیل شوې"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان بلخ ولایت کې د قوشتیپې کانال لومړي فاز یا برخې چارې بشپړې شوې او د دویم فاز عملي چارې به یې پیل شي.

د دغه کانال د لومړي فاز پرانیسته نن چارشنبه د اکتوبر پر یوولسمه افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو له لوري جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې شوې.

د کانال پرانیستې ته له کابله یو پلاوی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ بلخ ته تللی و.

د ریاست الوزرا اداري‌ مرستیال عبدالسلام حنفي چې د قوشتیپې کانال د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون کړی و یاد کانال د افغانستان د پر ځان بساینې لپاره ستر ګام بللی چې ټول تخنیکي کارونه یې افغانانو بشپړ کړي دي.

ښاغلي حنفي د دغه کانال په تړاو د ګاونډیو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، ګاونډي هېوادونه دې د یاد کانال په تړاو اندېښنه نه کوي. د نوموړي په ټکیو:"اسلامي امارت د آمو له سینده د ګاونډیو حق ته درناوی کوي او ټولو سره ښې اړیکې غواړي، خو ګاونډي هېوادونه هم باید د افغانستان حقه حقونو ته درناوی وکړي."

د طالبانو حکومت د فاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وايي، د ملي دفاع وزارت به د کانال امنیت خوندي ساتي او پر وړاندې شته خنډونه به یې له منځه وړي. نوموړي په دې هکله وویل:

"د امنیت په برخه کې او ددې پروژې د ښه تطبیق په برخه کې به موږ په هېڅ قېمت پرېنږدو چې د دښمن شوم اهداف، خراب او لړلي لاسونه د دې یا نورو پروژو لپاره را اوږده شي ، هغه لاسونه به هملته قطع کوو."

د مولوي یعقوب په وینا دوی به پر هغو حقونو چې "زموږ ګاونډي هېوادونه یې په امو سیند کې لري تېری ونه کړو. هغه ګټه چې موږ غواړو له امو سیند څخه وکړو په مراتبو زموږ له حقه څخه کمه ده، موږ غواړو چې خپل حق ترلاسه کړو او غواړو چې په دې کې څوک راته خنډ جوړ نه کړي".


د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی وايي، دا کانال یوازې له یوې سیمې او قوم سره تړاو نه لري، بلکې په وینا یې ټول قومونه او د افغانستان ټول خلک پکې شریک دي.

ښاغلی ستانکزی وايي: "د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنې لېرې کولو لپاره باید ووایم چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د امو له سینده ګټه نه ده اخیستې. دا لومړی ځل دی چې افغانستان له دغو اوبو ګټه اخلي او دا زموږ طبیعي حق دی خو که بیا هم زموږ ګاونډیان په دې اړه کومه اندېښنه لري، موږ حاضر یو چې له ډيپلوماتیکو چینلونو له لارې ورسره خبرې وکړو او د دوی اندېښنې لېرې کړو."

دا تر ټولو ستره بنسټیزه پروژه ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پلې کېږي او لګښت یې د طالبانو حکومت د کورنیو عوایدو له لارې اوږه ورکړې ده.

د قوشتېپې کانال د پروژې مخینه د محمد داود خان واکمنۍ ته ګرځي، خو په جرمني کې د اوبو او چاپېریالي چارو کارپوه ډاکټر نجیب الله سدید په وینا ددې پروژې طرحه په لومړي پړاو کې وه، چې پاتې شوه.

د داود خان د حکومت له ړنګېدو سره د حکومتونو لومړیتوبونه بدل او په دې ټولو کلونو کې د قوشتېپې کانال هېر شو.

د محمد اشرف غني د حکومت په وروستیو کلونو کې د اوبو لویې پروژې د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای پر ځای شوې وې.

د قوشتېپې په څېر د یوې سترې پروژې نشتوالی د دې لامل شو، چې نه یوازې افغانستان د امو سیند له اوبو ګټه وانخیستله، د تېرو څو لسیزو اوږدو کې د آمو سېند سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې په هغو ولسوالیو کې، چې ددغه سیند په اوږدو کې پرتې دي له ځان سره ډوبې کړې او د ویجاړۍ دا لړۍ لاهم روانه ده، چې ورځ تر بلې په چټکۍ پراخېږي.

دا کانال به د افغانستان لپاره دوې مهمې پایلې ولري، د شاوخوا اوه سوه زره هکټاره ځمکې خړوبول، چې افغانستان کې به د کرنې او بڼوالۍ د بنسټ د پیاوړتیا لامل شي دویم به په سیمه ییزه کچه د اوبو له سرچینو نه د ګټې اخیستنې په اړه د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د یوې نوې ستراتیژیکې ملګرتیا پیلامه.