د سره صلیب مسوولین وايي، داسې خطر شته چې د غزې روغتونونه په مړستونونو بدل شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نړیوال سره صلیب مسوولین وايي، له برېښنا پرته به د غزې روغتونونه په مړستونونو بدل شي. د چهارشنبې پر ورځ د غزې یوازیني برېښناکوټ کې نفت ختم شول او د سره صلیب مسوولینو په وینا په څو ساعتونو کې به یې د احتیاط په توګه ساتل شوي جنراتورونه هم غیرفعال شي.

په داسې حال کې چې اسرائیلي ځواکونو غزه محاصره کړې، ځواکونه یې پر دې سیمه پرلپسې هوايي او د توپچي ګوزارونه کوي، د غزې په روغتونونو کې د ټپیانو درملنې لړ کې له وړتیا څو برابره ډېره ګڼه ګوڼه ده.

بل لور اسرائیلي چارواکو ویلي، تر څو پورې چې حماس وسله والو هغه نژدې ۱۵۰ اسرائیلیان نه وي خوشي کړي، چې د شنبې ورځې بریدونو کې یې یرغمل کړي وو، د غزې محاصره به روانه وي، او د اوبو، برېښنا او تېلو په ګډون به هېڅ اکمالات غزې ته نه پرېږدي.

د سیمې لپاره د ای سي ار سي مدیر فابریزو کاربوني په دې هکله وویل: ''هغسې چې په غزه کې برېښنا نه وي، د سیمې روغتونونو کې هم برېښنا نه شته او د نویو زېږېدلیو ماشومانو په جدي پاملرنه خونو او د لوی عمر ناروغانو لپاره د اکسیجن ورکول ورسره ستونځمن کېږي، د پښتورګو ناروغانو ډیالیسس نه شي کېدای او ایکسرې هم نه شي اخیستل کېدای.''

نوموړي زیاته کړه: ''داسې احتمالي خطر شته، چې له برېښنا پرته به روغتونونه په مړستونونو بدل شي.''

د اسرائیل بریدونو کې سلګونه ماشومان هم وژل شوي دي.

د غزې روغتونونو مخې ته د ټپیانو اوږده کتارونه لیدل کېږي، د روغتونونو مسوولین وايي، د لومړنیو روغتیايي مرستو وسایل یې مخ په ختمېدو دي او د وینې ورکولو لپاره له خلکو مرسته غواړي.

په ځینو روغتونونو کې داسې ماشومان هم لیدل شوي، چې پر بسترونو پراته ژاړي او د درملنې لپاره منتظر دي. ځايي ډاکتران وايي، د دوی لپاره د سختو پرېکړو وخت راغلی او د نفتو لږوالي او برېښنا نشتون له کبله یوازې د خورا جدي عملیاتو لپاره لومړیتوبونه معلوموي.

د یادونې ده، چې په مخکینو شخړو کې ملګري ملتونه او د نړیوال سره صلیب مسوولین توانېدلي وو، د هوا له لارې لازمې طبي مرستې ورسوي، خو دا ځل تر اوسه پورې اسرائیل د دې هوايي دهلېزونو کارولو اجازه هم نه ده ورکړې.