افغاني او ایراني چارواکو خواف–هرات اورګاډي پټلۍ د درېیمې قطعې تړون لاسیک کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو حکومت د اوسپنې د پټلۍ اداره وايي چې د خواف- هرات اورګاډي د پټلۍ د درېیمې قطعې څخه د ګټې اخیستنې تړون له ایراني مقاماتو سره د سه شنبې په ورځ اکتوبر لسم( تلې ۱۸) لاسلیک شو.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې بخت الرحمان شرافت د لاسلیک په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د اوسپنې پټلۍ اداره د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

په دې اعلاميې کې ویل شوي: "سر له راتلونکی اونۍ د څلورمې قطعې د اول فاز د جوړولو کار پیلیږي."

ددغه لاسلیک شوي تړون له مخې د ایران د اورګاډي کنسرسیوم به د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ د انتقالاتو مسئولیت په غاړه ولري او د یو شمېر مسلکي کارکوونکو د ګمارلو سربیره به د اورګاډي څو واګونونه هم دغې لارې لپاره چمتو کړي.

د طالبانو د حکومت د اوسپنې د پټلۍ اداره په دې باور ده چې دا تړون به افغان کارګرانو ته په کم لګښت د روزنې شرایط برابر کړي.

دغې ادارې ویلي: "ایراني غاړې په دې تړون کې ژمنه کړې چې لږ تر لږه په لومړي کال کې ۱۰۰ زره ټنه توکي ددغې لارې انتقال کړي او هڅه به وکړي، چې په کال کې دا اندازه سل زره ټنه اضافه کړي."

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د پانګونې د فرصتونو غونډه کې د خواف- هرات د اورګادي د پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې او ساتنې په برخه کې یو ښه تفاهم ترسره شو.

ددغه تړون په لاسلیکولو سره افغانستان د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ له لارې د ایران، ترکیې او اروپايي هیوادونو سره نښلول کیږي او د توکو د انتقال لپازه زمینه برابریږي.

د طالبانو حکومت شپږ میاشتې دمخه خواف- هرات د اوسپڼې د پټلۍ د ترمیم د چارو د بشپړیدو خبر ورکړی و.

د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۱۴۰ کیلومتره یې د ایران په خاوره کې او ۸۵ کیلو متره یې د افغانستان په خاوره غځول کیږي.

د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ درییمه قطعه ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د هرات ولایت د غوریانو، زنده جان، انجیل څخه په تیریدو ددغه ولایت هوايي ډګر سره نښلوي.

د افغانستان پخواني رژیم د خواف – هرت د اوسپنې د پټلۍ درییمې قطعې تړون د یو قزاقستاني شرکت سره د ۵۸.۵ میلیونو ډالرو په لګښت لاسلیک کړی و. ددې لارې د کار پرانیستنې غونډې کې پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني او د جمهور رئیس په انلین بڼه ګډون کړی و.