اسپانیا کې د افغانستان سفارت: کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې یو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ایران، پاکستان او چین کې د طالبانو استازو ته د افغانستان د سفارتونو د چارو له سپارل کېدا وروسته، د اسپانیا مادرید کې د افغانستان سفارت ویلي، چې کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی.

دا درېیم ځل دی چې د اروپايي ټولنې په یوه غړي هېواد کې د افغانستان سفارت په رسمي ډول په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل اعلان کوي.

دغه سفارت پر مېټا (فېسبوک) پاڼه اسپانیا کې له مېشتو افغان وګړو غوښتي چې د اړتیاوو پوره کولو لپاره په عادي ډول دغه سفارت ته مراجعه وکړي.

"ګرانو هېوادوالو چې په اسپانیا کې مېشت دي په درنښت خبر ورکول کېږي چې:دا سفارت د هېواد او خلکو استازیتوب کوي او تاسو ګرانو هېوادوالو ته د غوره او پر وخت د کونسلي خدماتو په وړاندې کولو کې د ستونزو د حل په موخه؛ دا سفارت د کونسلګرۍ په چارو کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کی دی او د کونسلګرۍ د اسنادو تصدیق لیکونه د معمول په څېر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استول کېږي."

وړمه ورځ، هالنډ کې د افغانستان سفارت ویلي وو، چې کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره "تعامل" لري.

او د تېر کال قوس (لیندۍ) میاشت کې، د اروپايي ټولنې یوه بل غړي هېواد چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت اعلان کړی و چې "چک جمهوریت کې د افغان وګړو د خدماتو پخاطر" په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره (تعامل) لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي هم پر اېکس (ټوېټر) لیکلي چې په اسپانیا کې د افغانستان سفارت دغه اعلامیه خپره کړې ده.

په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېر شول، خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو پاکستان، چین، ایران او روسیې په دغو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو استازو ته سپارلي دي، ځینو هېوادونو لکه ترکیې د طالبانو استازي په ټيټه کچه منلي، خو د نړۍ نور هېوادونه د افغانستان د پخواني حکومت د سفیرانو او دیپلوماتانو کوربانه دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته،‌ یوازې ایران،‌ پاکستان او چین کې د افغانستان د سفارتونو چارې د طالبانو استازو ته سپارل شوې دي.

تېره ورځ، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په ډیلي کې د افغانستان سفارت خپلې چارې روانې ساتي.

هند دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې څو ورځې وړاندې په هند کې د افغانستان د تېر جمهوریت سفیر فرید ماموندزي د سفارت د بندولو خبر ورکړی و او لامل یې د دوی په چارو کې د همکارۍ نه شتون بللی و.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باغچي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دوی سفارت او همدا راز افغان کونسلګریو کې له ځینو افغان دیپلوماتانو سره په تماس کې دي.

ښاغلي باغچي دا هم ویلي وو‌ دوی ته دا معلومات شته چې هند کې افغان سفیر له اوږدې مودې راهیسې سفارت کې نه شته او په وروستیو کې هم ګڼ دیپلوماتان له هنده وتلي دي.

ده ویلي هیله کوي چې د افغانانو، په ځانګړې توګه د محصلانو رسمي چارې پر خپل وخت حل شي.‌