ملګرو ملتونو پاکستان ته د افغان کډوالو په ثبتولو او هلته د اوسېدو مودې غځولو کې د مرستې وړاندیز وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ملګرو ملتونو پاکستان ته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ثبتولو او هلته د اوسېدو مودې غځولو کې د مرستنې وړاندیز کړی دی. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو یو این ایچ سي ار او د کډوالۍ اړوند ادارې ای او ایم له پاکستانه غوښتي چې له خطر سره د مخامخ افغانانو د خوندي ساتلو چاره روانه وساتي.

ملګري ملتونه وايي، که داسې کسان چې له پاکستانه د خوندیتوب غوښتنه کوي، په زور وشړل شي، کېدای شي دا کسان له خطر سره مخامخ شي. ملګري ملتونه وايي، افغانستان اوسمهال له سخت بشري بحران سره مخامخ دی او په دې هېواد کې نجونې او ښځې له بشري حقونو د محرومیت په څېر ګواښونو سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي، په زور د داسې کسانو شړل به دغه کسان له جدي خطر سره مخامخ کړي.

د ملګرو ملتونو په بیان کې تر څلورو لسیزو د افغان کډوالو کوربتوب په تړاو د پاکستان د رول ستاینې تر څنګ وړاندیز شوی، چې ملګري ملتونه چمتو دي، پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو ثبت، راجسترولو او هلته د دوی د اوسېدو مودې غځولو لړ کې خپل خدمتونه وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار په بیان کې راغلي، ''موږ له پاکستانه غواړو د هغو زیانمونکو افغانانو خوندیتوب چارې روانې وساتي، چې د خوندیتوب لپاره ورغلي او که په زور وایستل شي، له احتمالي خطر سره مخامېدای شي.''

له دې مخکې پاکستاني چارواکو وویل، له دې هېواده به د افغانانو په ګډون د هغو بهرنیانو وتلو لړۍ په څو پړاوونو کې بشپړه کړي، چې دوی وايي، په غیر قانوني توګه پاکستان کې مېشت دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزرات ویاندې ممتازه زهره بلوچ د جمعې پر ورځ وویل، پاکستان کې په غیر قانوني توګه مېشت کډوال به په ډله ییزه توګه له هېواده نه ایستل کېږي، بلکې د یوه ترتیب له مخې به دا پروسه پرمخ ځي.

د یادونې ده، چې د پاکستان لنډ مهالي حکومت په دې هېواد د هغو مېشتو کډوالو لپاره چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د نومبر میاشتې لومړۍ نېټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلې چې باید له پاکستانه ووځي، که نه په زور به وشړل شي.

پاکستاني چارواکي وايي، په دې هېواد کې ګڼ شمېر افغانان مېشت دي، چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، له دوی سره په پاکستان کې په غیر قانوني توګه د مېشتو افغانانو په ګډون د ټولو غیر قانوني بهرینانو بشپړ معلومات نه شته او په خبره یې د دې بهرنیانو ایستلو لړ کې به په جلا، جلا ډول هم د ځینو کسانو قضیې څېړل کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو په زور د کډوالو شړلو پرېکړه د 'نه منلو' وړ بللې او یو شمېر نړیوالو سازمانانو هم له پاکستانه غوښتي چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي.

په پاکستان او ایران کې د کډوالو ځورولو او په زور شړلو په تړاو یوې پوښتنې ته ځواب کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند سټېفن دوجاریک په دې هکله وویل:

" زه ډاډه یم چې په یو این ایچ سي ار کې به زموږ همکاران په دې کار کوي، د یوه اصل په توګه ډېره مهمه ده چې هیڅ پناه غوښتونکی پرته له دې چې خپله خوښه یې وي او په عزت لاړ شي، څوک یې ایستلی نه شي."

بل لور د جمعې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې هغه رپوټونه ناسم وبلل چې ګواکې له پاکستانه به ټول غیر قانوني کډوال په یوه وخت او ډله ییزه توګه ایستل کېږي. اغلې بلوچ وویل، په لومړي پړاو کې به هغه بهرنیان ایستل کېږي چې په پاکستان کې یې د قاچاق یا کومه بله جنايي قضیه ثبت شوې وي.

نوموړې وايي، د داسې کسانو ایستل دوی ته لومړیتوب لري.

د یادونې ده، چې له دې مخکې پر سې شنبه د پاکستان کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي ویلي و، چې پاکستان کې څه باندې ۱۷۰۰ زره داسې افغانان مېشت دي، چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د ښاغلي بګټي په خبره پاکستان کې د مېشت افغانانو ټولټال شمېر څلور میلیونه او څلور سوه زره کسانو ته رسېږي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېره یوه اونۍ کې د تورخم او سپین بولدک له لارو یو شمېر کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي، د بشري مرستو ادارې وايي، افغانستان له مخکې له بشري بحرانه تېرېږي او که له پاکستانه په زور ګڼ شمېر افغان کډوال افغانستان ته واستول شي، په دې هېواد کې د شته ستونزو کچه به ورسره نوره هم پراخه شي.