د حماس راکټي بریدونو کې "۴۰ اسرائیلیان" او د اسرائیلو په ځوابي بریدونو کې "۱۹۸ فلسطینیان وژل شوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اسرائیلو د بېړنیو خدمتونو اداره وايي، د فلسطیني وسله والو له خوا د اسرائیلو پر خاوره د راکټونو بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۰ اسرائیلیان وژل شوي او تر ۷۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

له بلې خوا فلسطيني چارواکي وايي، پر غزې د اسرائيلو په ځوابي بريدونو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ زيات ټپيان دي.

تر دې مخکې د اسراييلو له خوا ويل شوي وو چې د غزې په تړانګه کې يې د راکټي بريدونو په ځواب کې پر هدفونو بريدونه پيل کړي دي.

د حماس د وسله والې ډلې لسګونه وسله وال د غزې له تړانګې څخه په ناڅاپي برید کې د اسرائیلو جنوبي سیمو ته ننوتلي دي. اسرائيلي خوا ته د وژل شويو شمېر ۴۰ تنه ښودل شوی دی. د اسرائيلو د بېړنيو خدمتونو ادارو تائيد کړې چې له غزې راکټي بريدونو کې ۴۰ تنه وژل شوي او زياتوي چې د درملنې په موخه روغتونونو ته د ټپيانو لېږد دوام لري.

له غزې پر اسرائیل له راکټي بریدونو وروسته لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو: ''موږ په جګړه کې یوو''

لومړی وزیر نتنیاهو وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې د 'ځوابي جګړې' امر کړی.

له غزې پر اسرائیلو د توغندیو له ناڅاپي سلګونو ګوزارونو وروسته د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، هېواد یې په جګړه کې دی.

د اسرائیل لومړي وزیر په دې هکله اسرائیلو ته وینا کې وویل: ''د اسرائیل ولسه! موږ له عملیاتو نه تېرېږو، بلکې په جګړه کې یو. دا یوازې د تاوتریخوالي ډېرېدل نه دي، بلکې بشپړه جګړه ده. ''

نوموړی وايي، دا جګړه به دوی ګټي. داسې ښکاري چې د سخت دریځې حماس ډلې لسګونه وسله وال هم د اسرائیل سویلي سیمو ته رسېدلي دي.

لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو هم په خپله وینا کې هم د دې یادونه وکړه او په خبره یې اسرائیلي امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرانو ته یې امر کړی، چې په لومړي سر کې د دې ''ترهګرو '' لېرې کولو اقدام وکړي، چې په خبره یې ''همدا اوس دا عملیات روان دي '' او له دې وروسته په داسې کچه ځوابي جګړه پیل کړي، چې په وینا یې (دښمن له دې مخکې نه وي لیدلې. ''

د حماس پوځي څانګه ادعا کوي چې پر اسرائیل یې په شلو دقیقو کې د راکټونو پنځه زره ګوزارونه کړي دي.

له دې بریدونو سملاسي وروسته د اسرائیل په لر او بر کې له بریدونو د خبرداري سائرنونه وغږول شول.

اسرائیل پوځ له هغه اعلانه سملاسي وروسته چې وايي، خاورې ته یې فلسطیني وسله وال ننوتي، په غزه کې پر هدفونو بریدونه پیل کړل.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي ادعا کړې چې پر اسرائیل یې له غزې سیمې د توغندیو زرګونه ګوزارونه کړي او له همدې کبله د اسرائیل په روغتونونو کې د سلګونو ټپي شویو کسانو درملنه شوې.

د حماس دا لوړپوړی محمد ضیاف وايي، حماس پرېکړه کړې ووايي، چې ''نور تر پزې رسېدلي یو. ''

د اسرائیل پوځي ویاند له دې مخکې په یوه خبري غونډه کې ومنله چې د پولې پر سر د تګ راتګ په ایریز نومي ځای او دغه راز د اسرائیلي دفاعي ځواکونو د روزنې په زیکیم نومي مرکز شاوخوا کې اوس هم جګړه روانه ده.

فلسطیني ولسمشر محمود عباس په ورته مهال ویلي، ولس یې حق لري چې ''د اشغالګرو او غاصبو ځواکونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي. ''

له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو، چې فلسطیني وسله وال غزې ته نژدې د اسرائیل په سیدورت نومي ښار کې لیدل شوي دي.