یوې نسبتآ سختې زلزلې د افغانستان لودیځ ولایتونه لړزولي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هرات په ولایت کې د شنبې په ورځ اکتوبر اووم(تلې۱۵) شاوخوا یوولس بجې د رښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د زلزلې پنځه نورو ټکانونو د دغه ولایت د اوسیدونکو ترمنځ ویره خپره کړې او ښځو او ماشومانو په ګډون یې په سلګونو کسان له خپلو کورونو څخه بهر واټونو ته وتلو ته اړ کړي دي.

د بادغیس، فراه او هلمند ولایتونو د یو شمیر اوسیدونکو د معلوماتو له مخې ددغې زلزلې ټکانونه په دغو ولایتونو کې هم احساس شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون مسوولینو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د زلزلې له امله دغه روغتون ته د یوې میرمنې او یوه ماشوم جسدونه وروړل شوې دي او هم تر اوسه ۵۵ ټپيان دغه روغتون ته ورغلي دي.

ددغو ولایتونو سیمه ییزو چارواکو تراوسه د زلزلې له امله د پیښ شوي زیان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) ویلي، چې تراوسه یې د زلزلې پنځه ټکانونه چې لومړۍ یې د رښتر پر کچه ۶.۳ درجې و، دوییم ۵،۵، درییم ۴.۷ ، څلورم ۶.۲ او پنځم ۵.۹ درجې و ثبت کړي دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) د دغو زلزلې مرکز د هرات ولایت د شمال لودیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې ښودلی دی.

د رپوټونو له مخې دا زلزله د هرات په ګاونډ د ایران په مشهد او ترکمنستان کې هم احساس شوې ده.