اروپايي ټولنې افغانستان سره د سلو ټنو درملو مرسته کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر وايي، چې د دغې ټولنې له خوا افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو په لړ کې نن په یوه الوتکه کې یې سل ټنه درمل او طبي وسایل کابل ته انتقال کړي دي.

افغانستان لپاره ددغې ټولنې د دفتر شارژدافیرې میرمن لوډیس د شنبې په ورځ اکتوبر اووم ( تلې ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه کابل ته ددغې بشري مرستې په رسولو کې د ټولو ښکیلو کسانو څخه مننه کړې ده.

میرمن لوډیس لیکلي:" خوشاله یم، چې عملا د اروپايي ټولنې د مرستې رسونې د عملیاتو شاهده یم.د اروپايي ټولنې بشري مرستو نوی هوايي پل نن په افغانستان کې پر ځمکه باندې کښیناست. په دې الوتکه کې ۱۰۰ ټنه د ژوند د ژغورنې درمل او طبي وسایل مرستې ته اړو افغانانو لپاره راوستل شوي دي. زمونږ د ټولو بشري مرستو د شریکباڼو څخه مننه".


اروپايي ټولنې افغانستان سره د درملو او طبي وسایلو دا مرسته په داسې حال کې کړې، چې دغه هیواد سره د روغتیا د سکټور په ګډون نړیوالې ټولنې مرستې ډیرې کمې شوي دي.

د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو د کمیدو وروسته د روان ۲۰۲۳ کال د اګست په ۳۱ د سره صلیب نړیوالې کمیټې د هغو ۳۳ روغتونونو مسوولیت د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ته وسپاره، چې د هغې د نږدې دوو کلنو راهیسې یې دغو روغتونونو ته د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د برابرولو ترڅنګ ناروغانو ته درمل اود روغتونونو د چلولولپاره ورځیني مصارف هم برابرول.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې ددغو ۳۳ روغتونونو له لارې شاوخوا اوه میلیونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابریدل. دغې ادارې ویلي، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د دغو روغتونونو د مسوولیت د اخیستلو پر مهال ویلي، چې د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه او هم د روغتونونو ورځیني مصارف به د وزارت د بودیجې څخه برابر کړي، خو ناروغانو ته د درملو د برابرولو امکانات په لاس کې نلري.

د روغتیا نړیوال سازمان د اګست ۱۸ (زمري ۲۷) په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د روغتیا په برخه کې د بحران د مخنیوي لپاره افغانانو سره مرستې وکړي.

دغه سازمان ویلي: "د مرستو د نه برابرولو پایلې به ډیرې زیان لرونکي اوسي".

ډبلیو ایچ او، ویلي، چې د بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کې به ۸ میلیونه افغانان روغتیايي اساسي خدمتونو او د ژوند د ژغورنې روغتیايي مرستو ته لاس رسی له لاسه ورکړي او ۴۵۰ زره ناروغان به د تروما او ژوند د ژغورنې مناسبو خدمتونو ته لاس رسی ونلري.

ملګروملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر ویلي، چې د بودیجې د کمبود وروسته تر ۲۶۲ پورې روغتیايي کلینیکونو خپل فعالیت بند کړی دی.

ددې مرستې وړاندې اروپايي ټولنې سپټمبر ۲۰ (وږي ۲۹مه) په یوې اعلامیې کې له افغانستان سره او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیونه یورو مرستو خبر ورکړی وو.

له افغانستان سره د اروپايي ټولنې بشري مرستې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشتې کې وروسته له هغې وځنډول شوې، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو پر کار کولو بندیز وضع کړ.

خو اروپايي کمیسیون د وضعیت له شپږ میاشتنۍ ارزونې وروسته ویلي چې ددغو مرستو د ورکړې پرېکړه یې ځکه کړې، چې د یاد کمیسیون په وینا، دا ډاډ او تضمین شته چې دا مرستې به افغان میرمنو او نجونو ته ورسیږي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې دا مرستې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوال بانک او نړیوالو غیر دولتي موسسو له لارې پر اړمنو کسانو وویشل شي.

اروپايي ټولنې د تیرې فبرورۍ په میاشت کې پریکړه وکړه، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته به یوازې په هغو څانګو او برخو کې دوام ورکوي، چې یوازې ښځې یې په ویش کې ښکیلې وي او یا له هغه څخه ګټه واخلي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري