جاپان د افغانستان ښوونځیو پر رغوني ۲۵ میلیونه ډالره لګوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق )یونیسف( ویلي دي چې جاپان په افغانستان د ۱۶۵ ښوونځیو د جوړولو او بیا رغاونې له پاره ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او جاپان پلان لري چې په افغانستان کې په لسونو ابتدایه دولتي ښوونځي ورغوي.

یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې جاپان به په افغانستان کې د ۱۶۵ ښوونځیو له پاره د ودانیو د جوړولو او بیا رغاونې په موخه ۲۵ میلیونه ډالره ولګوي.

د یونیسف د معلوماتو پر بنسټ، په ټول افغانستان کې به د دغو لومړنیو ښوونځیو په بیا رغاونې سره ۳۳ زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شي.

یونیسف ویلي چې د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت په دغه پروژه کې د درسي ټولګیو جوړول او ترمیم، د احاطوي دیوالونو رغول، تشنابونه او د لاس مینځلو اسانتیاوې شاملې دي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وویل: «هر ماشوم حق لري چې ښوونځي ته ولاړ شي او په خوندي چاپیریال کې زده کړه وکړي. جاپان په ښوونځیو کې د افغان هلکانو او نجونو د زده کړې او ودې له پاره د درسي خونو، اوبو او روغتیا ساتنې اسانتیاوو په جوړولو او ترمیمولو سره مرسته کوي.«

د یونیسف د شمېرو له مخې په افغانستان کې لږ تر لږه نیمايي دولتي ښوونځي کافي درسي خونې نه لري.

پر دې سربېره ۸۵ سلنه ښوونځي د څښاک پاکې اوبه او د لاسونو پرمینځلو اسانتیاوې نه لري.

 یونیسف زیاتوي چې په اوسط ډول د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې د ۲۴۹ زده کوونکو له پاره یوازې یو تشناب شته او په دغه هېواد کې یوازې ۴۷ سلنه ښوونځي د احاطي دیوال لري.

یونیسف د ښونځیو له پاره د احاطي د دیوالونو درلودل مهم بولي او وایي، د کورنیو له نظره، احاطه لرونکي ښوونځي خوندي ګڼل کېږي او دارنګه ښوونځیو ته د نجونو تګ اغېزناکه بلل کیږي

د یونیسف په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د یونیسف استازي فران اکیثا ویلي: "کله چې ټولګي د ماشومانو له پاره زړه پورې او خوندي وي، هغوی زده کړو ته هڅول کیږي او په دې توګه په ښوونځیو کې د نوم لیکنې، حاضرۍ او تفریح ​​کچه لوړیږي."

هغه زیاته کړه: په داسې حال کې چې افغان ماشومان د زده کړو په لاره کې له ګڼو خنډونو سره مخ دي د جاپان د حکومت ملاتړ خورا مهم دی.

یونیسف ویلي، جاپان له تېرو درېیو کلونو راهیسې له افغان ماشومانو سره پهښوونځیو کې د اوبو رسولو، د روغتیا ساتنې او د ښوونکو د روزنې په پروګرامونو کې پانګونه کړې ده.

په داسې حال کې چې جاپان په افغانستان کې د دولتي ښوونځیو د جوړولو او بیارغونې له پاره د میلیونونو ډالرو ژمنه کړې، اوس مهال له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته نه ځي او د طالبانو له خوا له زده کړو محرومي شوي دي.