چترال کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ تازه نښتې شوې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، د خیبر پښتونخوا په شمال کې په چترال کې پر دویمه ورځ هم د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښتې شوې دي.
د چترال د کالاش (کیلاش) یو اوسېدونکي نابېک د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې وسلوال د بمبورېت سیمې ته داخل شوي دي او شاوخوا اووه کېلومیټره دننه ورغلي دي.

د ده په خبره، د نښتو له کبله په سیمه کې بازارونه او تعلیمي ادارې تړلې دي. "سړکونه بند شوي دي، زه او د چترال ښار ته نه شم تللی، د ضرورت شیان نه شم اخیستای. ماشومان سکولونو ته نه شي تللای. پرېشاني ده."

خو د چترال انتظامي مشر وايي چې په کالاش کې وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او د وسلوالو پرضد عملیات روان دي.

محمد علي د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې پر دویمه ورځ هم "له لیرې ځایونو څخه د راکټونو یا مارټرو مرمیو اوازونه" راځي خو په چترال ښار کې ارامي ده.

دی وايي، د چترال ضلعې "ټول سړکونه خلاص دي او یوازې د کالاش د بمبورېت لاره تړلې" ده.

چارواکو لا تر اوسه په تازه نښتو کې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د سېپټېمبر پر اوومه په بیان کې دعوه کړې چې په نښتو کې یې ۱۲ امنیتي سرتېري وژلي دي او ۹۰ یې نیولي دي.

د پاکستان پوځ وايي په چترال کې ټي ټي پي سره نښته کې ۴ سرتېري او ۱۲ وسلوال وژل شوي
خو د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر شپږمه ویلي ول چې چې په چترال کې له ناقانونه ټي ټي پي سره په نښته کې څلور سرتېري او ۱۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) تر پېښې وروسته په بیان کې وویل چې په جدیدو وسلو سمبالو ګڼو وسلوالو په کالاش (کیلاش) کې پر امنیتي پوستو برید وکړ چې تر هغې وروسته نښته پیل شوه.

ټي ټي پي هم پر هغه ورځ په بیان کې دعوه کړې وه چې هلته یې دوه کلي او د پوځ ځینې پوستې نیولې دي او شپږ سرتېري یې وژلي دي.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د پوځ او د تحریک طالبان پاکستان د دعوو تصدیق نه شي کولای.

کالاش د پېښور شمال ته په چترال کې په درو کلیو مشتمله سيمه ده چې د افغانستان له نورستان ولایت سره پوله لري او زياتره اوسېدونکي يې د کالاشۍ عقيدې یا دین منونکي دي.

د هغې سیمې اوسېدونکي د عقیدې تر څنګ د رنګ، لباس، خوراک او خوی بوی له پلوه هم د پاکستان د نورو سیمو له اوسېدونکو سره ښکاره توپیر لري.د کالاش درې په درو کلیو – بمبورېت ، بيرير او رامبور - کې د کالاشيانو شمېر له درو څخه تر ۴،۰۰۰ پورې دی.

د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي او د پاکستان حکومت وايي چې امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې خلکو د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي چې پکې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.