د اسلامي همکارۍ سازمان له طالبانو غوښتي چې ښځو او نجونو ته د زده کړو امکانات برابر کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اسلامي همکارۍ سازمان افغانستان ته ددغه سازمان د یو پلاوي د سفر وروسته په یوه اعلامیه کې د ښځو او نجونو په زده کړو ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې افغان میرمنو او نجونو ته دې د زده کړو امکانات برابر کړي.

د اسلامي همکارۍ د سازمان (OIC) پلاوي کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، او ددغه حکومت د بهرنیو چارو، پوهنې او د لوړو زده کړو د وزارتونو د سرپرستانو سربیره د طالبانو د دیني عالمانو د شورا له یو شمیر غړو سره هم د نورو مسلو ترڅنګ د نجونو او ښځو د زده کړو په مسله خبرې کړي دي.

د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) افغانستان ته ددغه پلاوي د سفر په پای کې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه پلاوي طالبانو چارواکو سره په کتنه کې هغوی ته ویلي، چې ټول اسلامي علما په دې برخه کې د نظر یووالی لري چې زده کړه د ښځو او نارینه وو حق او مسوولیت دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د غونډې پر مهال دواړو خواو د اسلامي نړۍ د علماو ترمنځ سړیو او ښځو ته د زده کړو په اړه د نظر اجماع ته په کتنې دا کار اسلامي مکلفیت وباله".

دغه پلاوی، چې د اګست ۳۱ (وږي نهم ) افغانستان تللی و، په کې د دغه سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی طارق علي بخیت او همداراز د ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، او څو نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان شامل وو.

د اسلامي همکارۍ د سازمان په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت چارواکو ددغه سازمان پلاوي ته په تعلیمي نصاب د بیا غور او په ټول افغانستان کې د نجونو د زده کړو لپاره د یو خوندي چاپیریال د رامنځ ته کولو لپاره د خپلو هڅو په باب معلومات ورکړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د اسلامي همکارۍ سازمان هم په دې برخه کې د طالبانو حکومت ته د دغه سازمان د غړو هیوادونو ممکن ملاتړ د برابرولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ددغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني سره د دغه اسلامي همکارۍ د سازمان د پلاوي د کتنې پر مهال ښاغلي حقاني دغه پلاوي ته ویلي، چې زده کړې د ټولو مسلمانانو ګډه اړتیا ده او په دې مسله یې د صبر غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو د بیرته پیلیدو په اړه د اسلامي همکارۍ د سازمان ددغې غوښتنې سربیره د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې هم د طالبانو له حکومت څخه ورته غوښتني کړي، خو تراوسه د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو د زده د پیلیدو لپاره چمتوالی نه دی ښودلی.

تیره اونۍ سیمه ییزو رسنیو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستیال قاري محمد یونس راشد له قوله وویل، چې ښاغلي راشد ویلي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده ورته ویلي، چې لا هم په افغانستان کې د نجونو زده کړو لپاره زمینه نه ده برابره شوې.

طالبان د ۲۰۲۱ کال دا ګست په ۱۵ افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د خپلې دوه کلنۍ واکمنۍ کې یې د نجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره جلا جلا دلیلونه وړاندې کړي دي.

د طالبانو حکومت پر نجونو د زده کړو ددغه بندیز سربیره د ۲۰۲۲ کال په وروستي اونۍ کې په پوهنتونونو کې هم د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو له حکومت د نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول غوښتنو سره سره تراوسه ښځو او نجونو ته د زده کړو د بیا پیلولو اجازه نه ده ورکړې.

د پاملرنې نړیوالې موسسې (Care International) په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د هغو نجونو شمیر، چې عمرونه یې ښوونځیو ته د تللو له عمر سره برابر دي او اوس مهال له ښځوونځیو بهر دي ۸۰ فیصدو یا ۲.۵ میلیونو نجونو ته رسیږي.

د پاملرنې موسسې د اګست ۲۱ (زمري ۳۰) په راپور کې چې ددغې موسسې انټرنیټي پاڼه باندې خپور شوي ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی، چې په کې د نجونو او ښځو په زده کړو بنندیز لګیدلی دی.

دغې موسسې ښوونځیو ته د نجونو او پیغلو پر زده کړو بندیز اقتصادي زیان افغانستان لپاره ۵.۴ میلیارده ډالرښودلی دی.

پاملرنې موسسې په دغه راپور کې ویلي: "د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې کله چې حکومت بدل شو ډیر ښوونځي وتړل شو او له هغې وروسته میاشتو کې د هلکانو او تنکیو ځانانو لپاره ښوونځي بیرته په تدریجي ډول پرانیستل شو، خو ددې سره سره چې د نجونواو ښځو د ښوونیزو موسسو د پرانیستلو لپاره پلان و، دا کار ونشو".

پاملرنې موسسې ویلي: "د ۲۰۲۱ کال سپټمبر په میاشت کې د طالبانو حاکمو چارواکو د دولس کلنو څخه د پورته عمر لرونکو نجونو لپاره ټول رسمي روزنیز مرکزونو او ښوونځو د زده کړو بهیر وځنډوه، چې له امله ۱.۱ میلیون نجونې او پیغلې نجونې له رسمي زده کړو محرومحې شوې".