پېښور کې طالب قونسل: لومړی به هلکان وروزو، بیا به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پېښور کې د طالبانو د حکومت جنرال قونسل حافظ محب الله وايي، که څه هم علم پر نر او ښځه دواړو فرض دی، خو طالبانو پتېیلې ده چې لومړی هلکان وروزي او د نجونو د زده کړې دپاره به په راتلونکي کې زمینه برابره کړي.

د افغانستان په تودو سیمو کې د سپتمبر شپږمه (وږي ۱۵) د نوي ښوونیز کال او ښوونځیو د پیل لومړۍ ورځ ده. په همدې لړ کې په پېښور کې د افغان کډوالو په خوشحال خان عالي لیسه کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکښې د طالبانو د حکومت تر چتر لاندي د افغانستان قونسلګرۍ دپلوماتانو هم ګډون درلود.

حافظ محب الله وویل: "که یې د اسلام په سطح راواخلو، اسلام دواړو ته که نر دی او که ښځه په دواړو فرض دی. او ددې لپاره به انشاالله که خدای کول، البته یو منفي پېنټ پکښې کې وي، نو د هغه لپاره کوښښ کېږي، چې هغه مخلوط نظام دی. چې دغه ختم شي، بیا را دې خواته هر قسم علم چې دی هغه به دوی ته ورښوول کېږي انشاالله، لارې به یې جلا وي، مکاتب به یې جلا وي، ټرانسپورټ به یې جلا وي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د بیا واکمن کېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګوه او د ۲۰۲۲ په دسمبر کې یې ټولو پوهنتونونو ته امر وکړ چې د نجونو پر مخ خپلې دروازې تر "امر ثاني" پورې وتړي.

په پېښور کې د نوي تعلیمي کال د پیل په غونډه کې ګڼ شمېر افغان تنکيو زلمیانو وویل د خپل هیواد د خدمت په هوډ راغلي دي.

یو زده کوونکی ښېراز، وویل: "نن زموږ د ښوونځي اوله ورځ ده او موږ په خوشحال خان عالي لیسه کې سبق وایو. موږ غواړو چې بره لاړ شو او زموږ هیواد جوړ شي او د خلکو خدمت وکړو او زموږ هیواد ترقي وکړي، پر مخ لاړ شي او له موږ څخه یو څه جوړ شي. یا ډاکټر رانه جوړ شي چې د خلکو خدمت وکړو."

د محمد ادریس په نوم یو بل افغان زده کوونکي وویل: "زه غواړم چې اینده کې استاد ځان نه جوړ کړم او د خپل افغانستان لپاره شاګردانو ته سبق وښیم او هغوی ټوله دونیا کې خلکو ته سبق وښايي."

د خوشحال خان عالي لیسې استادان وايي، د افغانستان له اوسنیو واکمنو هیله کوي، چې د وطن د نجونو او هلکانو دواړو لپاره دې د زده کړو زمینې برابري کړي، ځکه چې د دوی په خبره، علم پر نر او ښځه دواړو فرض دی.

د خوشحال خان عالي لېسې مدیر فضل مولا توره کی وايي، ښځي خو ټولنې نیمه برخه نه،‌ بلکې له نیمايي نه زیاته ده. له طالبانو غواړي چې د اسلام د دین هغه حکم پر ځای کړي چې وايي زده کړه پر نارینه او ښځینه فرض ده.

نوموړی زیاتوي: "له اوسنیو چارواکو مو دا هیله ده، خواهش دی او خواست دی، چې تعلیمي ادارې د ښځو او نارینو لپاره خلاصي کړي او ملاتړ یې وکړي."

په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ چارواکي وايي، په پښتونخوا کې د افغان کډوالو لپاره ځانګړي شوي تر سلو زیات ښوونځي فعاله دي،‌ چې پکښې نجونې او هلکان دواړه زده کړې کوي. په دغو ټولو ښوونیزو ادارو کې د افغانستان د تودو سیمو په څېر نن د کال لومړۍ ورځ وه.