اروپا کې پر فیسبوک او ټیک ټاک نوي‌ بندیزونه ولګېدل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اروپايي ټولنې د فیسبوک او ټیک ټاک په شمول په شپږو اجتماعي شبکو او ډیجیټلي شرکتونو باندې د اروپا ترټولو سخت بندیزونه ولګول.

د چهارشنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي ۱۵) په اعلان شوي لیست کې د ایپل، د فیسبوک مالک میټا او د ټیک ټاک مالک "بایټ ډانس" په ګډون د نړۍ د شپږو ترټولو سترو ډیجیټلي شرکتونو نومونه شامل دي.

د اروپايي ټولنې د انحصار ضد کمیسیون په اعلان شويو بندیزونو کې په اروپا کې ددغه شرکتونو د فعالیت کولو پر څرنګوالي باندې محدودیتونه لګول شوي دي.

د ډیجیټلي شرکتونو پر فعالیت باندې په دې محدودیتونو کې د امریکا د الفابیټ، امازون، ایپل، میټا، مایکروسافټ او د چین بایټ ډانس سترو ډیجیټلي شرکتونو ۲۲ پلټفارمونه او خدمات شامل دي.

په خدماتو کې د ایپل "ایپل سټور"؛ د میټا اړوند فیسبوک، انسټاګرام او وټساپ؛ د ګوګل یوټیوب ویډیو پلټفارم او کروم براوزر، او همدارنګه د ایپل سفاري براوزر اغیزمن شوي دي.

ایپل شرکت ددغو نویو محدودیتونو د ناوړه اغیزو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ایپل په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي: "موږ د محرمیت او معلوماتو د امنیت د هغو خطرونو په اړه خورا اندیښمن یو چې دغه محدودیتونه یې زموږ کاروونکو ته رامینځته کوي. زموږ تمرکز به پدې وي چې څنګه موږ دا اغیزې راکمې کړو."

ټیک ټیک د اروپا د نویو بندیزونو په لیست کې ددغه شبکې د شاملولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ټیک ټیک یو ویاند په خپاره کړي بیان کې وویل: "موږ په اروپا کې د رقابتي سوداګریز ډګر رامینځته کولو په هدف د هڅو ملاتړ کوو مګر په بنسټیز ډول د وروستۍ پریکړې سره موافق نه یو ... موږ ډیر مایوسه یو چې د دې پریکړې دمخه د بازار هیڅ څیړنه نه ده ترسره شوې."

ټیک ټاک ویلي چې د خپلو راتلونکو ګامونو په اړه غور کوي.