جرمني په ۲۰۲۴ کې د پوځي مهماتو اخیستل درې چنده کوي – دفاع وزیر

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اوکرایین د جګړې له امله د وسلو د تشو شویو زېرمو د ډکولو په هڅه کې، د جرمني د دفاع وزیر وايي، هیواد یې په پام کې لري چې په ۲۰۲۴ کال کې د مهماتو اخیستل په پام وړ کچه زیات کړي.

پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هېوادونو له اوکراین سره پوځي مرستې او د وسلو خرڅلاو زیات کړی چې په دې هېوادونو کې د پوځي زیرمو د کمیدو سبب شوي دي.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریس د چهارشنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي ۱۵) د دغه هیواد د پارلمان وکیلانو ته په خپله وینا کې وویل: "هوډ لرو چې تر ۲۰۲۴ کال پورې د وسلو د پیرودلو په برخه کې خپل لګښتونه درې چنده زیات کړو. "

جرمني له امریکا وروسته له اوکراین سره دوهم ستر پوځي مرسته کوونکی هېواد دی.

د اوکرایین شخړه په یوه ملاماتونکې جګړه بدله شوې او دواړه خواوې هره ورځ د سپکو او درندو وسلو په زرګونو ډزې کوي. د اوکراین د جګړې په ډګر کې مهمات په یو مهم عنصر اوښتي دي.

ناټو د فبرورۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې دوی به د خپلو مهماتو ذخیره زیاته کړي ځکه چې د اوکراین پوځ د روسیې سره د جګړې په ډګر کې په لویدیځ کې د مهماتو د تولید په پرتله په ګړندی او پءاخه توګه مهمات کاروي.

په دې کې شک نشته چې د اوکراين د لويديځو متحدينو په تېره بيا د اروپايي ټولنې د وسلو زېرمې هم ډېرې کمې شوې دي، خو دا چې په ګودامونو کې څومره مهمات لري، د دې اتحاديې يو راز دی.