د طالبانو په واکمنۍ کې لومړی ځل د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ د خونې یو پلاوی کابل ته تللی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ د خونې د رئیس جفري ګریکو په مشرۍ یو پلاوی په لومړي ځل کابل ته تللی او د طالبانو د حکومت او خصوصي سکټور له استازو سره یې په دوه اړخیزو مسلو خبرې کړي.

جفري ګریکو د چهارشنبې په ورځ سپټمبر شپږم ( وږي ۱۵) د کابل په سرینا هوټل کې د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې یو کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې افغانستان ته د سولې په ستنیدو خوشاله شوی دی.

ښاغلي ګریکو وویل: "دا سفر د ډیرو زیاتو میاشتو د کار نتیجه ده او مونږ به تاسو د یو لیک په اړه متعجب کړو چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مونږ ته ددغه ماموریت د اهمیت په باب، چې کابل ته د ۲۰۲۱ کال وروسته لومړی سفر دی چمتو کړی دی".

په دغه اقتصادي کنفرانس کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادار په ګډون د طالبانو د حکومت یو شمیر لوړ پوړو چارواکو او د خصوصي سکټور یو شمیر استازو هم برخه اخیستې وه.

د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ د خونې رئیس جفري ګریکو وویل، چې امریکا ته د ستنیدلو وروسته به ددغه هیواد د استازو د مجلس د غړو سره هم وګوري او کابل ته د سفر پر مهال یې چې څه کتلي هغوی ته به یې هم ووايي.

جفري ګریکو په خپلو څرګندونو کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا د افغانستان بانک د نږدې لس میلیاردو ډالرو د شتمنۍ د کنګل کیدو مسلې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د امریکا د مالیې وزارت د بندیزونو څخه ددغو پیسو د ازادولو لپاره به کمپاین وکړي.

هغه وویل افغانستان بانک ته ددغو کنګل شویو پیسو ستنیدل به ممکن نه وي خو زیاته کړه، چې د یوې داسې لارې د لټولو هڅه به وکړي، چې دا پیسې خصوصي امریکايي منځګړو بانکونو ته انتقال شي.

همداشان د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ د خونې رئیس وویل، چې دی او پلاوی یې په دې خوشاله شوی، چې افغانستان کې سوله ټینګه شوې او د فساد کچه کمه شوې ده.

همدې کنفرانس ته د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې وویل، چې حکومت یې د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره بهرنیو او کورنیو پانګوالو او سوداګرو ته هر ډول آسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي.

هغه وویل، چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په موخه یو مشورتي اقتصادي بورډ جوړوي، چې ټول غړي به یې د اقتصادي چارو متخصیصین وي.

همداشان ملابرادر وویل، چې د ملي اقتصادي ستراتیژۍ پر جوړولو هم عملاً کار روان دی.

ملا برادر وویل: "د اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد ختم شوی، د نشه یې توکو د کر اوقاچاق بشپړمخنیوی شوی،افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې باثباته شوې ده".

همداشان ملابرادر اخوند وویل، چې حکومت یې په افغانستان کې د کانونو په سکټور کې د پانګونې ملاتړ کوي.

هغه وویل:" په افغانستان کې نه یوازې افغانان،بلکې بهرنیان هم پانګونه کولی شي، چې ښه بېلګه یې دهرات دغوریانو اوسپنې په کان کې له افغان پانګوالو سره دآسیایي او اروپایي هېوادونو د پانګوالو ګډه پانګونه ده".

ملا برادر اخوند وویل، چې د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو او ټکنالوژۍ سکټورونو ترڅنګ په نورو سکټورونو کې هم پانګونه د افغانستان اړتیا ده او د طالبانو حکومت د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم دپانګونې زمینه برابره کړې ده.

ملابرادر اخوند له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ خونه په ۲۰۰۲ کال کې تاسیس شوې ده. په تیرو کلنو کې دغې خونې په نوښت په امریکا او افغانستان کې هر کال د خونې د غړو ترمنځ نوبتې غونډې هم جوړیدلی.

خو په ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغې خونې په فعالیتونو کې یو څه ځنډ پیښ شوی و.

دا لومړی ځل دی، چې د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ خونې لوړپوړې امریکايي چارواکي کابل ته سفر کوي. د امریکايي پلاوي مشر وویل، چې کابل ته د سفر د امکاناتو په چمتو کولو کې ورسره د متحده عربي اماراتو دوبۍ کې د افغان سوداګرو شورا مرسته کړې ده.