پاکستان: له امریکا پاتې وسلې اوس د اورپکو په لاس کې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان موقت صدراعظم ادعا کړې چې په افغانستان کې د امريکا څخه پاتې وسلې او تجهیزات د اورپکو لاسونو ته لويدلي چې په نهایت کې یې پاکستاني طالبانو ته لار موندلې ده. کاکړ دا د اسلام آباد له پاره «یوه نوې ننګونه» بللې ده.

دپاکستان موقت صدراعظم، انوارالحق کاکړ ويلي دي چې دغه تجهیزات چې په هغو کې شپې دوربين لرونکې ټوپکو څخه نېولې د پوځي تجهیزاتو ډېر ډولونه شامل دي، اوس د اسلام آباد له پاره «د ظهور په حال کې ېوه نوې ننګونې ده» چې د پاکستاني طالبانو جګړيز توان ېې غښتلی کړی دی.

تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې په پاکستاني طالبانو هم پېژندل کيږي او د افغان طالبانو څخه یوه جلا ډله ده، په وروستیو میاشتو کې ېې د پاکستان امنيتي ځواکونو پر ضد خپلو حملو ته شدت ورکړی دی.

امريکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې تر شل کلن حضور وروسته د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په وروستیو کې له دغه هېواده ووتل. له دوی څخه ډېر پوځي تجهیزات په داسې وخت کې په افغانستان کې پاتې شول چې د افغانستان واک طالبانو ترلاسه کړ.

داسې کره معلومات شتون نه لري چې امريکا به په افغانستان کې څومره پوځي تجهیزات پرېښي وي، خو څه چې ښکاره دي هغه دا ده چې طالبانو د امریکا ساخت ډېر پوځي امکانات په لاس راوړوي او د تسلیم شوو افغان امنيتي ځواکونو څخه ېې هم ډېر ټوپکونه، مهمات، چورلکې او نور عصري پوځي تجهیزات کشف او ترلاسه کړي دي.

په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلو او تجهیزاتو دقیق ارزښت نه دی معلوم، خو د امریکا دفاع وزارت هغه د پام وړ ارزښت لرونکي ښودليپه افغانستان کې پاتې امریکايي وسلو او تجهیزاتو دقیق ارزښت نه دی معلوم، خو د امریکا دفاع وزارت هغه د پام وړ ارزښت لرونکي ښودلي

که څه هم هيڅ څوک د دغو امریکايي تجهیزاتو پر دقیق ارزښت نه پوهيږي، خو د امریکا دفاع وزارت منلې چې دغه تجهیزات د پام وړ ارزښت لرونکي دي.

کاکړ د افغانستان په هکله دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې په خپل دفتر کې د خبریالانو ېوې ټاکل شوې ډلې ته وکړې. خو هغه داسې کره شواهد وړاندې نه کړل چې د امریکايي وسلو او یا هم د پاکستاني او افغان طالبانو ترمنځ د مستقیمې رابطې د شتون ادعاو څخه ېې ملاتړ وکړي. خو دا ېې وويل چې د داسې يو «همغږي شوي چلند» اړتیا لېدل کيږي تر څو د پرېښودل شوو وسلو او تجهیزاتو څخه د راولاړو شوو ننګونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د طالبان حکومت چې واک ته له رسېدو راهېسې ېې څه باندې دوه کاله تېريږي، ظاهرا د سختو صادر شوو فرمانونو له وجې ېې تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی.

کاکړ په خپلو خبرو کې پر افغان طالبانو نيوکه ونه کړه، اسلام آباد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هڅه کړې چې د دغې ډلې او نړېوالې ټولنې تر منځ د ېو منځګړي به توګه رول ولوبوي.

خو په اسلام آباد کې دوو امنيتي چارواکو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط اسوشتيد پریس ته وويل چې پاکستاني طالبانو دغه تجهیزات يا له افغان طالبانو څخه په پیسو اخیستي او یا افغان طالبانو ورته د خپل یو متحد په توګه ورسپارلي دi
پاکستاني طالبانو په وروستیو میاشتې کې ځېنې داسې اعلاميې او ويډیوګانې خپرې کړې چې په هغو کې ېې د بېلګې په توګه د لایزري او حرارتي سیستمونو درلودونکو ټوپکونو د لرلو ادعاوې کړي دي. یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې پاکستاني طالبان اوس د پاکستان امنيتي ځواکونو له لرې واټن څخه په نخښه کوي، په داسې حال کې چې مخکې به ېې په جګړه  کې یوازې له کلاشينکوف (AK-47) څخه استفاده کوله.

خو د پاکستان موقت صدراعظم ټینګار وکړ چې د پاکستان امنيتي ځواکونه به د دغه هېواد د دفاع په خاطر د اورپکو پر ضد خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

۵۲ کلن کاکړ تېره میاشت د پاکستان راتلونکو انتخاباتو پورې د دغه هېواد موقت صدراعظم وټاکل شو. د هغه کابينه به د پاکستان راروانو پارلماني انتخاباتو پورې چارې مخته وړي. هغه وويل: «موږ صرف د انتخاباتو پروسې سره د مرستې له پاره یو.»

انوارالحق کاکړ ټينګار وکړ چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ګډون، د پاکستان ټول سیاسي احزاب اجازه لري چې په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي. خو هغه په مستقیمه توګه په خپله د یاد ګوند د مشر،عمران خان نوم وانخیست. عمران خان چې د فساد په قضیه کې په درې کاله زندان محکوم شوی، په انتخاباتو کې د ګډون کولو واجد شرایط نه لري.