'قطر الخیریه' بنسټ کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون جوړولو ژمنه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو تر واک لاندې خبري رسنۍ وايي، د یاد بنسټ دوه مشران انجنیر جمال قاسم محمد او ډاکټر عبدالمجید عبدالقوي الحمیدي کندهار ته تللي او د کندهار لپاره یې د طالبانو له والي ملا شرین سره کتلي دي.

د قطر الخیریه بنسټ چارواکو د افغانستان کندهار ولایت ته په سفر کې ژمنه کړې چې په دې ولایت کې به یو ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي.

انجنیر جمال قاسم محمد او ډاکټر عبدالمجید عبدالقوي الحمیدي دغه ژمنه د کندهار لپاره د طالبانو له والي او ملا شرین اخوند او د عامې روغتیا له رییس مولوي محمد ادم مسلم سره د لېدنې پرمهال کړې ده.

د کندهار د والي ویاند مولوي محمود عزام په دې هکله بي بي سي ته وویل، چې د روغتون د جوړولو چارې به دقیقا کله پیل شي خو د کندهار د والي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار والي په افغانستان کې د خیریه بنسټونو د کار کولو لپاره زمینه برابره وبلله او د بشپړ امنیت ډاډ یې ورکړ.

په دې کتنه کې دوی ژمنه کړې چې د کندهار عینو مېنې له ۳۵۰ بستریز روغتون سره د اړتیا وړ روغتیايي تجهیزاتو مرسته هم کوي.

د کندهار والي ملا شرین اخند د الخیر بنسټ له استازو غوښتنه کړې چې په لرو پرتو سیمو کې هم کینیکونه، ښوونځي، مدرسې او جوماتونه جوړ کړي او د نشه يي توکو د بدیل کښت، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د اوبو د شبکو په برخو کې همکاري وکړي.

د قطر الخیریه بنسټ دغو چارواکو ویلي کندهار ته یې د سفر موخه د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز روغتون په اړه خبرې او زمینه سازي وه.

قطر الخیریه یو نا حکومتي بنسټ دی چې دفتر یې په قطر کې دی او له ناورین ځپلو ټولنو او هېوادونو او اړمنو وګړو سره مرستې کوي.

دغه بنسټ وايي، د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې دا مهال دفترونه او فعالیتونه لري او له خدمتونو یې نږدې ۲۲۰ مېلیونه (شاوخوا ۲۱۹٫۷۹۴٫۹۶۶ ) خلک ګټه اخلي.

قطر په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې اړیکي لرلې او اوس هم افغانستان کې له طالب چارواکو سره ډېره راشه درشه پالي.

قطر په نړۍ کې یوازېنی هېواد و چې افغان طالبانو پکې سیاسي دفتر درلود او دوحه د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو کوربه و، چې بالاخره د دواړو خواوو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا دفتر پر ۲۰۱۳ کال د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره پرانیستل شوی و.

افغان حکومت پر ۲۰۱۶ کال قطري وګړو ته د نسل اخیستلو په شرط د ځینې مرغانو د ښکار اجازه ور کړه.

د الغرافه په نوم د قطر یوه موسسه د افغانستان لوېدیځ کې د ځینې مرغانو ښکار سره مینه لري.

وړاندې، قطر دا ژمنه هم کړې وه چې د فراه ولایت هوايي ډګر د خپلو وګړو د تګ راتګ لپاره ورغوي او د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر بېرته رغولو چارې هم قطر مخته بوتلې.

د ۲۰۲۲ کال نیمايي کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارسمبالی ملا محمد یعقوب مجاهد قطر ته سفر کړی و او ددغه هېواد له چارواکو یې د افغان ځواکونو د تنخاوو، یونیفورم، روغتیا، د سرحدونو د ساتنې لپاره د تخنیکي وسایلو او وسایطو په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.‌

ملا محمد یعقوب مجاهد له قطر نه تر ستنېدا وروسته ویلي، د قطر له امیر سره خبرو کې یې پر امنیتي او ددفاع وزارت اړوندو مسلو مهمې خبرې درلودې.

ملا محمد یعقوب چې په یوه ګاډي کې ناست دی او ګاډی چلوي، د ملي تلوېزیون د خبریال پوښتنې ځوابوي، وايي، له قطر یې له افغان پوځ سره د همکارۍ غوښتنه وکړه:

قطر داسې مهال کندهار کې د روغتون جوړولو هوډ کړی، چې واک ته د طالبانو له رسېدو دوه کلونه تېرېږي خو تر اوسه د طالبانو حکومت د قطر په ګډون هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.