د امریکا راتلونکو ټاکنو کې د بایډن او ټرمپ د سیالۍ امکان زیات دی - شنونکي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د متحده ایالاتو د اوسني ولسمشر جو بایډن او د هغه مخکیني سیال پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ تر منځ په ټاکنو کې د بیا سیالیو امکانات د شنونکو په باور خورا لوړ ښکاري.

پر ټرمپ ګڼ جنايي تورونه پورې شوي دي. هغه د وږي په دوهمه په جورجیا کې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د نتایجو د بدلولو په موخه د توطیې جوړولو په تور تر نیول کېدو وروسته په ضمانت خوشې شو. خو ټرمپ ټینګار کوي چې هغه هیڅ غلط کار نه دی کړی.

ټولپوښتنې ښیي چې تر اوسه هغه هیڅ ملاتړي له لاسه نه دي ورکړي. د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ لپاره د نوموړي له ګوند نه نوماندانو ویلي چې دوی به د هغه ملاتړ وکړي که چیرې هغه حزبي ټاکنې وګټي.

په دغو نوماندانو کې یو هم ویویک راماسوامي دی، نوموړي د اې.بي.سي تلویزیون ته وویل چې هغه به د ټرمپ ملاتړ وکړي سره له دې چې د هغه له ځینو کړنو سره چې د خپلې دورې په وروستیو کې یې تر سره کړې، موافق نه دی.

ویویک راماسوامي وویل، د ټرمپ په وړاندې دومره ډیرې قانوني قضیې په ښکاره ډول د چارواکو له خوا سیاسي فشار دی. هغه زیاته کړه: "دا زموږ د هیواد لپاره یو ویروونکی مثال دی. زه نه غواړم چې موږ داسې یو زورواکی دولت ولرو چیرې چې حکومت د سیالۍ څخه د مخالفینو د له منځه وړلو لپاره د پولیسو ځواک کاروي."

دموکرات سناتور ټیم کاین بیا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماندانو له خوا د ټرمپ څخه د ملاتړ پر ژمنو انتقاد کړی دی.

ټیم کاین د اې.بي.سي تلویزیون ته وویل: "که تاسو نه غواړئ ووایاست چې د ډونالډ ټرمپ کړنې د واک د سوله ییز لیږد د ړنګولو هڅه وه – نو تاسې وړ کس نه یاست. که تاسو له دې سره سره ژمنه وکړئ چې هغه ته رایه ورکوئ، او هغه بخښئ، ایا تاسو به وټاکل شئ؟"

په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د ټاکنو موسم پیلېدونکی دی، د نیو همشایر والي کریس سنونو د ان.بي.سي تلویزیون سره په خبرو کې جمهوري غوښتونکو ته د مشورې په توګه وویل چې "د ټرمپ نوم نور نه چلیږي."

کریس سونونو وویل چې جمهوري غوښتونکي دې د شخصي ګټو پر ځای د هیواد ګټې په نظر کې ونیسي او زیاته یې کړه: "اوس زه یو کلک مالي محافظه کار یم او زه غواړم د جمهوري غوښتونکو نظریاتو ملاتړ وکړم، مګر دا پدې معنی نه دي چې موږ قوانین مات کړو."

سره له دې چې عمومي ټاکنو ته لاهم له یو کال څخه ډیر وخت پاته دی، خو شنونکي په دې باور دي چې د ټرمپ قانوني ستونزې او د بایډن پر ډیر عمر سربیره، نور عوامل هم کیدای شي د امریکا رایې اغیزمنې کړي.