د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې له هرو لسو کورنیو نهه یې پوره خواړه نلري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو څخه نهه یې د خوړلو لپاره پوره خواړه نلري او اکثره ماشومان د سبانهاري پرته ښوونځیو ته ځي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د شنبې د ورځې ناوخته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې دا به ډیره مشکله وۍ، چې کله څوک وږی وي او سبق دې ووايي.

د خوړو نړیوال پروګرام لیکلي: "اکثره ماشومان د سبانهاري پرته او په خالي کلمو ښوونځیو ته ځي. دا خورا ګرانه ده، چې کله ته وږی وئ او سبق زده کړې".

د خوړو د نړیوال پروګرام له خوا په دغه خپره شوې ویډیو کې یوې کوچنۍ نجلې ویلي، چې دا ښوونځي ته د تللو دمخه کله د سهار چای څښي او کله بیا د سبا نهاري د خوړولو پرته ښوونځي ته ځي.

دغې نجلې ویلي، چې پلار یې ډیر غریب دی او ورته د سبا نهاري د چمتو کولو لپاره پیسې نلري، چې ډوډۍ پرې واخلي: "مونږ ښوونځي ته د سبانهاري د خوړولو پرته ځو".

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د مرسته کوونکو هیوادونو او ادارو د مرستو له برکته دا پروګرام هره ورځ ۷۰۰ زرو ماشومانو ته په ښوونځیو کې پروټین لرونکي بیسکټ ورکوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې که د مرسته کوونکو هیوادونو او نړیوالو ادارو څخه لازمه بودیجه ترلاسه نکړي، نو بله میاشت (اکتوبر) کې به افغانانو سره مرستو ته دوام ورنکړی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي، د رویټرز خبري اژانس سره جون ۳۰ (چنګاښ نهم) په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د خوړو نړیوال پروګرام له وړاندې د اته میلیونو افغانانو سره د خوړو خپلې میاشتنۍ او نغدې مرستې کمې کړي دي.

میرمن شا و وې لي، ویلي: "مونږ په دې وتوانیدو، چې د پنځه میلیونو کسانو لپاره تر راتلوونکو دوو میاشتو مرستې برابرې کړو، خو د هغې وروسته مونږ نورې منابع نلرو".

میرمن شا و وې لي ویلي، چې فکر کوي دا د هغې بیړني حالت څرګندونه کوي، چې دا ښيي د مرستو رسونې دا ادره په کوم ځای کې قرار لري.

د رویټرز د خبري اژانس د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې ویلي، چې د مرستو کمیدل به د اګسټ په میاشت کې پیل شي او د سپټمبر په میاشت کې به مرستې لا کمې او د اکتوبر په میاشت کې به بندې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" په یو تازه راپور کې ویلي، چې په راروان ژمي کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستو لپاره ۵۷۰.۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر "اوچا" د راپور له مخې ددغو پیسو شاوخوا ۵۵۸.۴ میلیونه ډالر به د ژمي د موسم د چمتوالي د پروګرامونو په برخو کې په ځانګړي ډول د سرپناه د جوړولو، ګرمو جامو او کمپلو ته ځانګړي شي.

اوچا ویلي: "ددې سربیره (د بودیجې اړتیا)، ۱۸۹.۷ میلیونه ډالر د خوراکي توکو، معیشیتي او د روغتیا په برخو کې مرستو په ګډون د سرچینو د چمتوالي لپاره، چې د هوا د سړیدو او دمخه چې واورې لارې بندې کړي ورته اړتیا ده".

ددغې ادارې شمیرې ښيي، چې ۱۲۵ ولسوالۍ په لوړه کچه لومړیتوب کې دي او ۲۷۶ نورې ولسوالۍ د منځنۍ کچې لومړیتوب لرونکو ولسوالیو په توګه پیژندل شوي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې په دغو سیمو کې هر ډول بشري فعالیت ترسره کول د څو اړخیزو زیانونو د مخنیوي سره مرسته کوي.

د اوچا د شمیرنو له مخې افغانستان کې په روان کال کې ۲۹.۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ددې ډلې ۲۱.۳ میلیونه کسان د مرستو په پروګرام کې شامل شوي دي.

همداشان د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې په روان کال کې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۳.۲۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده، چې د اګست د روانې میاشتې پورې یوازې یو میلیارد ډالر ورته نړیوالې ټولنې برابر کړي دي او ۲.۴۳ میلیونو ډالرو ته لا هم اړتیا شته دی.