د ايران او طالبانو حکومت ناندرۍ؛ ملا برادر وايي هېچا ته اجازه نه ورکوو د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو حکومت د لومړي وزیر مرستیال ملا عبد الغني برادر د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره کتنه کې ویلي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

داسې ښکاري چې دا څرګندونې د ځینو ایراني چارواکو هغو څرګندونو ته غبرګون دی چې له طالبانو یې غوښتي ټولګډونی حکومت جوړ کړی.

د ملا عبد الغني برادر د دفتر له خوا خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دې کتنه کې پر سیاسي، اقتصادي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر همکارۍ خبرې شوې دي.

وینا پاڼه زیاتوي چې نوموړي د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ته ویلي چې افغانستان د هېڅ هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه چا ته اجازه ورکوي چې کورنیو چارو کې یې لاسوهنه وکړي.

ملا برادر ویلي د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو د حکومت اړیکي پياوړې شوي او په کار ده چې ګاونډي هېوادونه هېچا ته د دې فرصت برابر نه کړي چې دې اړیکو ته زیان ورسېږي.

په خپله قمي او د ایران سفارت تراوسه د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي خو د ملا برادر د دفتر وینا پاڼه کې د هغه له قوله ویل شوي چې هېواد یې د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي ګټو خوندي کولو لپاره تل هڅې کړې دي.

د ملا برادر دا څرګندونې ظاهرا د هغو ناندریو د لړۍ یوه برخه ده چې له څو ورځو راهیسې دوام لري.

تېره چارشنبه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي ملا امیر خان متقي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل، "زه ولې ستا په کورنیو چارو کې مداخله نه کوم، ته چې ما ته همېشه د همه‌شموله توصیه کوې، ایا تا پخپل هېواد کې هم‌شموله [حکومت] جوړ کړی، تا پخپل هېواد کې خپل حقوق ورکړي، زما په بندیخانو کې دومره بندیان نشته لکه ته چې یې اعداموې، ستا په هېواد کې زرګونه انسانان ورک دي څوک یې پوښتنه نشي کولی".

ور پسې د ایران د بهرنیو چارو یوه مرستیال سید رسول موسوي پر ټویټر یا اوسني ایکس یوه بیان کې ټولګډونی حکومت رامنځته کول د طالبانو د حکومت نړیوال مسؤولیت وباله او زیاته کړې یې وه چې له دې مسؤولیته تېښته نه شي کېدای.

له دې سره هم مهاله، افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ایراني عربي ژبي تلویزیوني چینل العالم د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا افغانستان کې یو ټولګډونی حکومت شته، ویلي، افغانستان کې امنیت او ټیکاو سیاسي ټیکاو پورې تړلی، افغانستان کې دی وايي د حکومت نوعیت افغانانو پورې اړه لري او ایران یې د افغانانو غوښتنې ته درناوی لری.

خو قمي زیاتوي افغانستان کې تجربو ښودلې چې کله یوه ډله واک ته رسېدلې په یوازې سر یې دوام نه دی کړی.

له دې وړاندې هم ایراني چارواکو او د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو په وار وار غوښتنه کړې چې طالبان دې د دوحې تړون له مخې یو ټولګډونی حکومت جوړ کړي.

خو طالبان چې نژدې ټول لوړ پوړې چارواکي یې د طالبانو د ډلې غړي دي، خپل حکومت ټولګډونی بولي او په دې اړه غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي.