اسلام اباد: د پاکستان امنیتي ګواښونو پر وړاندې اقدام د طالبانو نړیوال مسوولیت دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ددغه هیواد د امنیتي ګواښونو پر واندې اقدام د طالبانو د حکومت یو نړیوال مسوولیت ګڼلی دی.

ددغه وزارت ویاندې میرمن زهرا بلوچ د جمعې په ورځ سپټمبر اول (وږي لسم) یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د تندلارو وسله والو پر واندې د طالبانو د حکومت د اقداماتو په باب شک څرګند کړ او ویې ویل، چې تراوسه یې په دې اړه څه نه دي کتلي.

میرمن بلوچ وویل: "د افغانستان چارواکو لپاره (طالبان) دا مهمه ده، چې د هغو کسانو او بنسټونو په وړاندې، چې پاکستان ګواښوي اقدام وکړي او دا د هغوی مسولیت دی، د هغوی نړیوال مسوولست، د هغوی دوه اړخیز او درې اړخیز مسوولیت. لکه څنګه چې هغوی د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې یې ژمنه کړې وه".

زهرا بلوچ په ټینګار وویل، چې پاکستان نه غواړي د تند لارو وسله والو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د اقداماتو د څرنګوالي په باب تبصره وکړي، خو ټینګار یې وکړ، چې طالبان دې پر هغو ژمنو چې یې کړي عمل وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ددغې چارواکې د څرګندونو یوه ورځ وړاندې ددغه هیواد د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته په دغه هیواد کې د امریکا او ناتو د ځواکونو څخه د پاتې شویو تجهیزاتو له امله ترهګرۍ ډلې قوي شوي دي.

ښاغلي کاکړ د پنجشنبې په ورځ ناوخته اګست ۳۱ (وږي نهم) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته ویلي چې د ترهګرو ډلو لاس ته ددغو وسلو د پریوتلو وروسته ددغو ډلو د عملیاتو د ترسره کولو وړتیا زیاته شوې، چې زیان به یې د پاکستان په ګډون د سیمې هیوادونو ته رسیږي.

ښاغلي کاکړ وویل: "په ګړندي ډول د ځواکونو دغه وتل نه یوازې یې په پاکستان اغیز کړی، بلکې همدارنګه یې په چین، ایران او د منځنۍ اسیا په هیوادونو هم اغیز پریښی دی. دغو تجهیزاتو په لوړه کچه زمونږ پر ځواکونو باندې د ترهګریزو ډولو د بریدونو وړتیا زیاته کړې ده. پخوا دغو ډلو د بریدونو ترسره کولو لپاره محدود امکانات درلودل، خو د تجهیزاتو له امله حتی دا ډلې کولی شي که وغواړي د لاس یوه ګوته هم هدف ونیسي".

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د راپورونو له مخې د ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ۱۸.۶ میلیادر ډالرو په ارزښت نظامي وسایل د امریکا لخوا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوي وو.

اټکل کیږي چې د ۷.۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي وسایل چې الوتکې، مهمات، نظامي موټر، وسلې، مخابراتي وسایل او نور پکې شامل دي، په افغانستان کې پاتې او طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

امریکا او د ناتو د غړیو هیوادونو د ځواکونو څخه په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو او تجهیزاتو په باب د تیریو دوو کلنو راهیسې د روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا د هیوادونو له خوا هم ورته اندیښنې څرګندې شوي دي.

د روسیې د ملي امنیت د شورا مشاور نیکولای پاتروشیف ویلي و، چې په افغانستان کې بي ثباتي د سیمې ټولو هېوادونو ته انتقالېدای شي.

نیکولای پاتروشیف فبروري اتمه (سلواغه ۱۹) د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د مشاورانو په غونډه کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پاتې شویو وسلو په اړه اندېښنه وښوده.

د روسیې د تاس اژانس د راپور په اساس نیکولای پاتروشیف ویلي دي: "موږ د څه باندې زرو ټانګونو، انسان لېږدوونکو ټانګونو، لسګونه الوتکو او هلیکوپترونو، سلګونو توپخانه يي دستګاوو، هاوان، د ټانګ او الوتکې ضد سیستمونو او د سلګونو زرو سپکو او درنو وسلو په اړه غږېږو چې لسګونه میلیارد ډالر ارزښت لري."

نوموړي وویل چې دا وسلې او تجهیزات به هم افغان ډلو ترمنځ د جګړو د زیاتېدو لامل شي، هم به په تور بازار کې خرڅ شي او هم به د نورو هېوادونو د ترهګرو ډلو لاسونو ته ولوېږي.

د روان ۲۰۲۳ کال د جولای په ۱۷ ( چنګاښ ۲۶) په یوه خپره شوې څیړنه کې وویل شوي، چې له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته امریکايي وسلې چې د طالبانو لاس ته ولویدلې اوس ددغه هیواد څخه بهر لیدل شوي.

یو اسرائیلي قوماندان، چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي د نیوزویک مجلې ته ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو یوه اندازه سپکې وسلې چې په افغانستان پاتې شوې وې د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لاس ته ورغلي دي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې طالبان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو او مهماتو له قاچاق څخه ګټه ترلاسه کوي او یو شمیر څیړونکي وایي، چې طالبان د وسلو د تور بازار کنټرول په خپل لاس کې لري.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو څخه د پاتې شویو وسلو یوه اندازه پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته هم انتقال شوي دي.

د روان کال د جولای په نیمايي کې د سپکو وسلو سروې په نامه (Small Arms Survey) په سویس کې مېشت بنسټ او د افغانستان سولې څار په نوم یو بل بنسټ په خپل راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسلو پیر او پلور روان دي.

دغو دوو بنسټونو ویلي، چې دغه څېړنیز راپور د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې چمتو شوی او د دوی څېړونکو په دغو درېیو ولایتونو کې د وسلو شپږ بازارونه لیدلي او داسې اسناد یې ترلاسه کړي، چې ولسي وګړو او سیمه ییزو وسلو پلورونکو ته صادر شوي دي.

همدارنګه د دغه څېړنیز راپور لپاره د افغانستان د سولې د څار ادارې د وسلو له قاچاقبرانو، د ټیټې کچې طالب جنګیالیو، د دغې ډلې له سیمه ییزو مقاماتو، د افغان امنیتي ځواکونو له پخوانیو غړو او امنیتي کارپوهانو سره خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي: "دغه سازمان په سرحدي سیمو کې د وسلو مارکیټونه یا بازارونه په نښه کړي چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په رضایت سره فعالیت کوي... داسې څیړنیزې موندنې شته چې په سرحدي سیمو کې د وسلو د بازارونو شتون تائیدوي او سره له دې چې د طالبانو د استخباراتو له خوا د وسلو نیول زیات شوي دي، بهر ته د وسلو قاچاق دوام لري".

په راپور کې ویل شوي چې د آدم خیلو په دره او پیښور کې د وسلو پلورونکو له دغو څیړنیزو بنسټونو سره په تماس کې ادعا کړې چې د امریکا پوځي تجهیزات د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.

راپور همداشان وایي، په داسې حال کې چې طالبانو د دلالانو د ځینو کوچنیو قاچاقونو مخه نیولې ده، خو له سیمه ییزو تروریستي شبکو سره د دې ډلې ثابتو اړیکو زیاتې اندیښنې رامنځته کړي دي.

د امریکا د سولې په انستیتوت کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه اسفندیار میر د امریکا فارین پالیسۍ په نوم مجلې ته ویلي، چې ممکن طالبان د وسله نوی تور بازار په خپل کنټرول کې ولري او ورڅخه مالیات راټول کړي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوې وسلې کشمیر ته هم انتقال شوي دي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکو د روان کال ۲۰۲۳ د جنورۍ په میاشت کې د امریکا سي این این تلویزیوني شبکې ته وویل، چې د ایم۱۶ او ایم ۴ ماشیندارو او ټوپکونو په ګډون امریکايي وسلې د جیش محمد او لشکر طیبه سخت دریځه ډلې، چې په پاکستان کې دیره دي او دواړه د دغه هیواد تر نفوذ لاندې په کشمیر کې د هندي ځواکونو په وړاندې جنګیږي هم لاس ته ورغلي دي.

ددغو دواړو سخت دریځو ډلو جیش محمد او لشکر طیبه په افغانستان کې د طالبانو د ځواکونو ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګ کې برخه اخسیتې او پوځي روزنه یې ترلاسه کړې ده.

د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو اندیښنو ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای په لسم د وسلو د قاچاق په اړه یو راپور ته په غبرګون کې د خپل ټویټر په پاڼه د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په قاچاق کې د طالبانو لاس لرل رد کړي وو.

ښاغلي مجاهد ویلي: "ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هیواد په ډیپوګانو او ذخایرو کې محفوظ شوي او هیچا ته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري. دا ډول پروپاګند د هغو مغرضو کړیو دسیسه ده چې په افغانستان کې روان ثبات او کنترول نشي زغملای او په وړاندې یې پروپاګند کوي".