افغانستان کې له زده کړو محرمو یو شمېر نجونو پاکستان ته مخه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په تیرو دوو کلونو کې یو شمېر افغانې نجونې له خپلو کورنیو سره پاکستان ته کډه شوي او د هغه هېواد په ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو کې په زده کړه بوختې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان د بیاواکمن کېدو وروسته له شپږ ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز ولګوه.

د ننګرهار ولایت سارا ګلیار د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه او د طالبانو دغه بندیز د وطن پرېښودو ته مجبوره کړه.

سارا اوس د پېښور په یو ښوونځي کې په اتم ټولګي کې درس وايي او د طالبانو بندیز په خپل تعلیمي مزل کې د ځنډ لامل بولي.

هغه وايي: "دلته په پاکستاني ښوونځي کې داخله یم خو د ژبې د ستونزې له کبله په اتم ټولګي کې زده کړه کوم. درې کاله شاته پاتې شوم خو بیا هم پر دې شکر باسم چې زده کړه کولای شم."

سارا له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شوې. د هغې مور نادیه ګلیار په جلال اباد ښار کې ښوونکې وه.

نادیه ګلیار وايي: "کله چې پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار دروازې وتړل شوې، زه د ګواښونو سره مخ شوم، د خپل ځان او د لور د تعلیم لپاره پاکستان ته راکډواله شوم."

دا مور او لور دواړه اوس په یو خصوصي کورس کې د انګلیسي ژبې زده کړه هم کوي.

د سارا بلې افغانې ټولګیوالې رابعې عبدالرحیمزۍ هم غوښتل په خپل هیواد کې زده کړه وکړي، خو وایي، دغه حق ورڅخه اخیستل شوی دی.

عبدالرحیمزۍ زیاتوي: "چې قران کریم او اسلام ماته د تعلیم اجازه راکړې نو بل څوک څنګه له مونږ څخه د تعلیم حاصلولو حق اخیستی شي؟ ولې باید مونږ کډوال شو؟ ولې باید په پردي هېوادونو کې زده کړې وکړو؟ باید دې افغانستان کې انجونو ته تعلیمي نظام برابر شي."

د پېښور کې د یو خصوصي تعلیمي مرکز مشر فرید ساپی وایي، په تېرو دوو کلونو کې د افغانو زده کونکو شمیر ډیر شوی دی.

هغه وايي، افغانې نجونې له زده کړو سره بې سارې مینه لري او زیاتوي: "له کله نه چې افغانستان کې د طالبانو واکمني پیل شوې زمونږ په انګلیسي کورسونو کې د افغان زده کونکو شمیر ډیر زیات شوی. پخوا په مرکز کې ۱۵ سوه زده کوونکي وو خو اوس يې شمیر دریو زرو ته رسیدلی."