د متقي څرګندونو ته چې وایي ایران کې اعدامونه د طالبانو د حکومت له بندیانو زیات دي، د تهران غبرګون

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، په بېسارو څرګندونو کې تهران تورن کړی چې په ایران کې د اعدامونو شمیر د طالبانو په واکمنۍ کې د بندیانو له شمیر څخه زیات دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ایراني چارواکو ته په خطاب کې یې په ضمني توګه ویلي چې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو له سپارښتنې دې ډډه وکړي.

متقي پدې ویدیو کې وویل: "ته [ایراني مقامات] چې ماته همیشه د همه شمول توصیه کوئ، آیا تا په خپل هیواد کې همه شموله [حکومت] جوړ کړی؟ تا په خپل هیواد کې خپل حقوق [د خپلو خلکو حقوق] ورکړي؟ زما په بندیخانو کې دومره بندیان نشته لکه ته چې یې اعداموی. ستا په هیواد کې زرهاو انسانان ورک دي څوک یې پوښتنه نه شي کولای."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي دپلوماټ سید حسین موسوي د ښاغلي متقي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو اداره نه شي کولای په دا ډول څرګندونو ځان تیر کړي.

موسوي د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې په یو پیغام کې چې د متقي ویډیويي څرګندونې یې هم ورسره خپرې کړي، ویلي دي: "د مسلې په دوه اړخیزه کولو او شخصي کولو سره، نشي کیدای له نړیوالو مسولیتونو وتښتو، په افغانستان کې سوله، ثبات، امنیت او پایداره پرمختګ د یو جامع حکومت په رامنځته کېدو کې دی. پراخ بنسټ حکومت د امنیت شورا د ۲۵۲۳ او ۲۵۹۳ پریکړه لیکونو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو پاکستان، ایران، ترکیې او اوزبیکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډو د اجماع موضوع ده."


تر دې مخکې په ناروې کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان د روان کال په جولای میاشت کې په ایران کې د اعدامونو د زیاتوالي په اړه یو راپور خپور کړی و او ویلي یې وو چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۵۴ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.

د بشري حقونو دغه سازمان همداشان ویلي، چې ایران په ۲۰۲۲ کال کې لږ تر لږه ۵۸۲ کسان اعدام کړي، چې دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې په دغه هېواد کې د اعدام تر ټولو لوړه کچه ده.

د متقي څرګندونو ته غبرګونونه

د ایران په اړه د امیر متقي څرګندونې د سیاسي شخصیتونو، کارپوهانو او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د ایکس ټولنیزې پاڼې یو کاروونکي احمدالدین احمدي په خپل غبرگون کې ویلي: «البته چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان کم دي، ځکه چې طالبان څوک تر زندان ژوندي نه رسوي، وژني یې. طالبان څوک زنداني او محکمې ته نه وړاندې کوي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پخواني افغان حکومت شارژدافیر عظیم الله ورسجي چې اوس په امریکا کې ژوند کوي، د طالبانو او ایراني مقاماتو ترمنځ لفظي شخړه د دواړو مذهبي اړخونو ترمنځ د ''ژورو اختلافاتو'' بیلګه ګڼي.

ورسجي امریکا غږ ته وویل: ''د متقي څرګندونې د دواړو لورو د غوښتنو د نه عملي کېدو په اړه د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف ژوروالی ښيي او پر هر اړخیزه حکومتولۍ د ایران ټینګار د اړیکو د خرابېدو په معنا دی. که څه هم دواړو لورو څو ځلې د یو بل پر ضد سختې څرګندونې کړي، خو بالاخره د امنیتي او استخباراتي همکاریو په اړه په پټو خبرو سره جوړ شوي.''

په تېرو درېیو لسیزو کې له طالبانو سره د ایران اړیکې له لوړو ژورو ډکې وې. د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د طالبانو په لومړۍ دوره کې، تهران د برهان الدین رباني په مشرۍ د حکومت ملاتړ کاوه.

خو څو کاله وروسته چې د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټلوالې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو رژیم نسکور کړ، داسې راپورونه خپاره شول چې ایران نه یوازې له طالبانو سره مالي مرستې کوي، بلکې د دې ډلې جنګیالیو ته پوځي روزنه هم ورکوي، هغه تور چې د تهران لخوا نه تایید او نه هم رد کړای شو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هان ملا اختر محمد منصور چې د طالبانو د لومړي مشر ملا محمد عمر له مړینې وروسته د دې ډلې د مشر په توګه غوره شوی و، مخکې له دې چې په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شي، لږ تر لږه درې ځله په جعلي پاسپورټ ایران ته سفر کړی و.

همداراز، وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، طالبانو او ایران ځواکونو په سرحدي سیمو کې څو ځلې نښتې وکړې.

په وروستۍ پېښه کې، د نیمروز ولایت په سرحدي سیمو کې د ایراني پوله ساتو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښتې وشوې، چې په پایله کې یې دوه ایراني پوله ساتي او یو طالب جنګیالی ووژل شو. دواړو لورو يو پر بل ددې نښتو د پیلیدو پړه اچولې ده.