طالبانو د افغان او بهرنیو پانګوالو د شرکتونو سره ۶.۵۷ میلیاردو ډالرو تړونونه لاسلیک کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ اګسټ ۳۱ ( وږي نهم) د بریتانیا، چین، ترکیې او ایران او د افغان پانګوالو شرکتونو سره د سرو زرو، اوسپنې، سرب او د مسو د کانونو د سپړلو اوه قراردادونه لاسلیک کړل.

ددغو قراردانو د لاسلیک په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون د دغه حکومت زیات شمیر چارواکو او د قراردادونو د ګټوونکو شرکتونو استازو برخه اخیستې وه.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور دې غونډې ته وویل، چې د کانونو په سکټور کې فساد له منځه تللی او ګټوونکو شرکتونو ته په بشپړ ډول د یو شفافې پروسې له مخې دا اوه کانونه په اجاره ورکړل شوي دي.

ښاغلي دلاور وویل: "په ورځ کې به مو ۵۰۰ ځوانان شهیدانیدل وژل کیدل په ۵۰۰ کلیو کې د غم تغر خپور و، نن الحمدالله خپل واک ازاد مستقل خپل هیواد کې ناست یو خپله فیصله پخپله کوو".

د شرکتونو سره لاسلیک شوي تړونونه

د کانونو او پټرولیم د وزارت د معلوماتو له مخې دغه اوه کانونه د پنځه کلنو څخه تر ۳۰ کلنو پورې ګټوونکو شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوي دي.

د تخار ولایت سمتي د سرو زرو کان، چې ۱۲ کیلومټر مربع مساحت لري د چاینا افغانستان شرکت او زړور افغانستان شرکت سره لاسلیک شو، چې دا شرکتونه به په کې ۳۱۰ میلیونو ډالر پانګونه کوي او ۵۶ فیصده رویالټي به د طالبانو حکومت ته ورکوي.

د لوګر ولایت مس عینک دوهم کان، چې ۲۴۰ کیلومټره مربع مساحت لري تویار خصوصي شرکت سره یې تړون لاسلیک شو او دا شرکت به په دغه کان کې ۴۱۱ میلیونو ډالر پانګونې کوي. تویار خصوصي شرکت به د طالبانو حکومت ته ۱۲ فیصده رویالټي ورکوي.

د هرات ولایت غوریانو د اوسپنې کان د لومړي بلاک تړون «وطن درخشان شرکت» سره لاسلیک شو. دا شرکت به په دغه کان کې د ۲.۸ میلیارده ډالره پانګونه کوي او د طالبانو حکومت ته ۱۳ فیصده رویالیټي ورکوي.

هرات ولایت غوریانو اوسپنې کان دوهم بلاک تړون د ساحل شرق میانه، ايپیکو ترکي شرکت او دره نور شرکت سره لاسلیک شو. دا شرکتونه به په دغه کان کې ۸۷۴میلیونو ډالره پانګونه کوي او د طالبانو حکومت ته به ۱۳ فیصده رویالیټي ورکوي.

د هرات ولایت غوریانو اوسپنې کان دریم بلاک تړون د شمش ملي او جي بي ام بریټانوي شرکتونو سره لاسلیک شو. دا شرکتونه به په دغه کان کې ۵۷۲ میلیونه ډالره پانګونه کوي او د طالبانو حکومت ته به ۱۳ فیصده رویالیټي ورکوي.

د هرات ولایت غوریانو اوسپنې کان څلورم بلاک باختر فولاد احیا سپاهیان او پارسیان ایراني شرکت سره لاسلیک شو، چې دا شرکتونه به په دغه کان کې د ۱ میلیارد او ۱۷میلیونو ډالرو پانګونه کوي او هم به د طالبانو حکومت ته ۱۳فیصده رویالیټي ورکوي.

د غور ولایت د تولک ولسوالۍ دوهم بلاک د سرب او جستو کان افغان اینویسټ او ابیکو شرکتونو سره لاسلیک شو. دا شرکتونه به په دغه کان کې د ۵۳۷ میلیونو ډالرو پانګونه کوي او د طالبانو حکومت ته به ۲۰ فیصده رویالټي ورکوي.

غوریان دوییم بلاک د اوسپنې کان د ساحل شرق میانه، ایپیکول ترکي او دره نور شرکتونو سره لاسلیک شو، چې دا شرکتونه به په دغه کان کې ۸۷۴ میلیونه ډالرو پانګونه کوي.

د غوریان دریم بلاک د اوسپنې کان د شمش ملي او جي بي اېم بریتانوي شرکتونو سره لاسلیک شو، دا شرکتونه به په دغه کان کې ۵۷۲ میلیونه ډالره پانکونه کوي.

همداشان د غوریان څلورم بلاک د اوسپنې کان د باختر فولاد، احیا سپاهان او پارسیان ایراني شرکتونو سره لاسلیک شو. دا شرکتونه به په دغه کان کې یو ملیارد او ۱۷ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، چې دا تړونونه د افغانستان د پخوانپي رژیم د کانونو د قانون پر اساس لاسلیک شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت د شپږ نیم میلیاردو ډالرو څخه په زیاتو پیسو د بهرنیو او افغان شرکتونو سره د کانونو د سپړلو تړونونه لاسلیک کوي.

د طالبانو حکومت ددې وړاندې د یو چینايي شرکت سره د امو د سیندیزې حوزې د تیلو د ایستلو تړون لاسلیک کړی و.

افغانستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې د ځمکې لاندې زیات منرالونه لري.

د امریکا د جیولوژي ادارې د څو کالو دمخه یوې سروې کې ویل شوي و، چې دا هیواد د دوو تریلینو ډالرو څخه زیات طبیعي منابع لري.

په تیرو اوږدو کلنو کې د بیلابیلو دلایلو له مخې د افغانستان د طبیعي زیرمنو څخه هیڅ ګټه نه ده پورته شوې.

په دغه هیواد کې د اوږدو جګړو له امله د کانونو د ایستلو لپاره د اړتیا وړ زیربناوې هم نه دي چمتو شوي او دا کار د کانونو د سپړلو او د خامو موادو لیږد او یا هم دننه په هیواد کې د کاني موادو پروسس پر وړاندې یو ستر ګواښ په توګه یادیږي.