طالبان: څلورو کلنو کې د افغانستان په ټولو مهمو ځایونو کې امنیتي کمرې لګوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د جنايي او امنیتي پیښو د مخنیوي لپاره د څلور کلن ستراتیژیک پلان له مخې په کابل او د افغانستان په ټولو مهمو او د ګڼې ګوڼې او د تګ راتګ په مهو ځایونو، هوايي ډګرونو، سرحدونو او ګمرکونو کې امنیتي کمرې نصبوي.

ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د کورنیو چارو وزارت په رسمي پاڼه باندې د سه شنبې په ورځ اګست ۲۹ ( وږي اووم) لیکلي، چې تراوسه په کابل او ځینو نورو ځایونو کې له ۶۲ زرو څخه زیاتې امنیتي کمرې نصب شوي دي.

ښاغلي قانع ویلي: " کیدای شي، چې د پټو کمرو شمیر له دې څخه زیات اوسي او دا په ټولو مهمو او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې نصب شوي او دا نه یوازې د کابل په ښار کې بلکې په نورو مهمو ښارونو د تګ راتګ په مهو ځایونو، هوايي ډګرونو، سرحدونو، ګمرکونو په دې ټولو کې امنیتي کمرې نصب شوي دي... دا بهر لا روان دی".

عبدالمتین قانع وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي کمرو نصبول ددغه وزارت یو ستراتیژیک څلورکلن پلان له مخې ترسره کوي، چې هدف یې خلکو ته فزیکي او روحي امنیت برابرول دي.

ښاغلي قانع وویل: "دا به جنايي جرمونو په کمښت او د مجرمانو په نیولو کې او هم د نورو جرمونو د پیښیدو مخنیوي کې مثبت رول ولوبوي".

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو د اګست د میاشتې ۱۳ کابل کې د چین د هواوي (Huawei) شرکت د استازو سره په کتنه کې په ولایتونو کې د پرمختللو امنیتي کمرو د نصبولو د پروژې په اړه خبرې کړې وې.

تراوسه څرګنده نه ده، چې په افغانستان کې د امنیتي کمرو د نصبولو پروژه به څومره مصرف ولري، او طالبانو حکومت به ددې پروژې مصرف د کومو منابعو برابر کړي، خو په پخواني رژیم کې یوازې په کابل کې ددغسې کمرو د نصبولو د مصرف اټکل تر سلو میلیونو ډالرو پورې شوی وو.

د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کار په وروستیو کې په کابل کې د نړیوالو ځواکونو په مالي لګښت د امنیتي کمرو د نصبولو یو پلان ترتیب شوی وو.

په کابل کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو او څلور لارو کې د امنیتي کمرو د نصبولو کار په ۲۰۰۸ کال کې پخواني رژیم د ملي امنیت د ریاست له خوا د امریکا د متحده ایالاتو په مالي ملاتړ پیل شوی و، چې په ترڅ کې ددغه ښار په اکثرو څلور لاریو کې شاوخوا ۳۰۰ امنیتي کمرې نصب شوې وې.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د امنیتي کمرو د نصبولو پلان په داسې حال کې چمتو کړی، چې ددغه حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي اتم) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ادعا وکړه، چې اوس مهال دننه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې هیڅ وسله وال مخالفت شتون نلري.

ښاغلي متقي وویل: "په ټول افغانستان کې مخالفت نشته د هیواد څخه دباندې ټولې نړۍ اطمنان راکړی چې مونږ نور د افغانستان د وسله والو مخالفینو ملاتړ نه کوو. نو دغه فرصت څخه باید ښه ګټه واخیستل شي".

که څه هم تراوسه په ښارونو کې د داعش د ډلې پرته د طالبانو د حکومت د نورو وسله والو مخالفانو فعالیتونه محدود دي. داعش ډلې په دې وروستیو میاشتو کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې بریدونه ترسره کړي دي.