افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو دوهمه کالیزه: بایډن له کانګرس غوښتي چې د افغانانو د بیا میشتیدنې پلان تصویب کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړه وتلو د دوهمې کالیزې په مناسبت په یو بیان کې د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې د قربانیانو د یادولو په ترڅ کې له کانګرس څخه وغوښتل چې د افغانانو لپاره د بیا میشتیدنې پلان تصویب کړي چې متحده ایالاتو ته د نویو راغلیو افغانانو لپاره د دایمي استوګنې زمینه برابروي.

ولسمشر بایډن په خپله وینا کې وویل: "لکه څنګه چې دوی (افغانانو) په تیرو دو لسیزو کې په خپل هېواد کې زموږ په ماموریت کې ونډه لرله او زموږ ترڅنګ ولاړ وو، زه هم د دوی تر څنګ دریدو ته ژمن یم. "

دوه کاله وړاندې، متحدو ایالتونو په افغانستان کې خپله نږدې دوه لسیزې جګړه پای ته ورسوله او وروستی امریکايي سرتېری له شاوخوا شل کلن پوځي حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه، له افغانستان څخه ووت.

د ټاکل شوي نيټې له مخې، امریکا او لویديځ متحدین یې باید د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۳۱ نیټې پورې د کابل له هوايي ډګر څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ کړی وای، خو امریکايي او ناټو ځواکونو په ځايي وخت د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د ۳۱ نیټې په لومړیو ساعتونو کې د کابل له هوايي ډګر څخه ووتل.

د اګست له ١۴مې نېټې، د طالبانو له خوا د کابل د نيولو يوه ورځ وړاندې، د کابل له هوايي ډګر څخه تر ١٢٢٠٠٠ څخه ډېر کسان له افغانستان څخه بهر ولیږدول شول چې ډیرو دغه کسانو ته په متحدو ایالتونو کې د موقتې استوګنې اجازه ورکړل شوې ده.

بایډن په داسې حال کې چې په افغانستان کې د دوه لسیزو جګړو په ترڅ کې د زرګونو وژل شوي او ټپي شوي امریکايي سرتیرو له سرښندنو څخه مننه وکړه، ویې ویل: "دغو سرتیرو له ځانه زړورتیا وښودله ، خپل هر څه یې په خطر کې واچول او زموږ د ملت لپاره یې قرباني وکړه. موږ د دوی او د هغوی د کورنیو پوروړي یو چې هیڅکله یې بیرته نشو ورکولای."

د سپینې ماڼۍ اعلامیې کې راغلي، چې په افغانستان کې د دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې ۲۴۶۱ امریکايي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۷۴۴ امریکایان ټپیان شوي دي.

ولسمشر بایډن د امریکا د متحده ایالاتو له پوځي، ډپلوماتیکو او استخباراتي پرسونل څخه مننه وکړه، چې د ده په وینا په تیرو دو لسیزو جګړو او د تخلیې په عملیاتو کې یې په ګډه کار کړی دی. هغه زیاته کړه، چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د ایستلو راهیسې، له دغه هېواد او نورو ځایونو څخه د تروریستي ګواښونو پر وړاندې د امریکا د «ساتنې» په موخه له خپلو ټولو شته پوځي، ډپلوماتیکو او استخباراتي سرچینو څخه کار اخیستی دی.

هغه وویل: "موږ وښودله چې موږ د ترهګرو او هغو کسانو سره د مقابلې لپاره چې غواړي موږ ته زیان ورسوي، اړتیا نه لرو چې پر وړاندې یې د اقدام کولو لپاره خپل پوځیان د جګړې په ډګر کې وساتو. "

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو امریکايي پوځیانو او ملکي وګړو د زړورتیا، سرښندنو او قربانیو ستاینه کړې چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې یې په افغانستان کې جګړه کړې ده.

ښاغلي آسټن ویلي دي: "نن موږ د هغو ۱۳ تنو زړورو سرتیرو په ګډون چې د کابل د هوايي ډګر په "ابي ګیټ" کې ووژل شو، د ۲۴۶۱ امریکايي زړورو سرتیرو ته درناوی کوو چې هیڅکله بیرته خپل هیواد ته نه دي راستانه شوي.‌ همدا راز موږ د هغو سلګونو متحدینو او شریکو هیوادونو د سرتیرو یادونه کوو چې په دې شل کلنه جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی. "

آسټن د خپلو افغان متحدینو څخه د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه: "موږ به د خپلو افغان متحدینو د بیا میشیتدو لپاره هڅو ته دوام ورکړو، او زه ویاړم چې له ۱۱۵ زرو څخه زیاتو افغانانو ته چې په تېرو دوو کلونو کې متحدو ایالتونو ته راغلي، ‌هرکلي ویلی دی.‌"

جمهوري غوښتوونکو، په ځانګړې توګه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ، چې د هغه د واکمنۍ پر مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو او د همدې تړون پر بنسټ امریکا ژمنه وکړه، چې له افغانستانه به خپل ځواکونه په بشپړ ډول وباسي، په پرله پسې ډول له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکې کړي دي.

خو ولسمشر بایډن تل له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له پرېکړې دفاع کړې او ټینګار یې کړی چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه یې له ډپلوماتیکو او پوځي چارواکو سره د مشورې او د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره کړې ده. بایډن دا هم ویلي دي چې له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو عملیات په تاریخ کې ساری نه لري.