د ګابون پوځي کودتا؛ جمهور رئیس په خپل کور کې نظربند دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مرکزي افریقا د تیلو په بډایه هیواد ګابون کې یوې ډلې پوځي افسرانو د چهارشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي ۸) اعلان وکړ چې د دغه هیواد ولسمشر علي بونګو یې له دندې لیرې کړی او د هیواد واک یې ترلاسه کړی دی.

د کودتا مشرانو ویلي دي، ۶۴ کلن علي بونګو چې کورنۍ یې له ۵۵ کلونو راهیسې په ګابون واکمني کوي، په کور کې نظر بند دی او یو زوی یې د خیانت په تور نیول شوی دی.

علي بونګو له یو ناڅرګند ځای څخه چې اندیښمن بریښي ویلي، د "ټولو ملګرو څخه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې لرو" غواړو چې د هغه په استازیتوب د کودتا پر وړاندې آواز اوچت کړي.

پوځي افسرانو په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د ټاکنو پایلې باطلې دي، ټول دولتي بنسټونه منحل شوي او د هیواد ټولې پولې تر بلې خبرتیا پورې تړلې دي.

کودتا څو شیبې وروسته له هغه اعلان شوه چې د ګابون د ټاکنو کمیسیون وویل چې بونګو د شنبې په ورځ په عمومي ټاکنو کې د دریم ځل لپاره بریالی شو.

د کودتاچیانو په بیانیه کې راغلي چې ټاکنو "د رڼو، باوري او ټول شموله رایو شرایط نه دي پوره کړي چې د ګابون خلکو یې هیله درلوده."

په بیان کې راغلي: "موږ، د بنسټونو د انتقال او بیارغونې کمیټې (CTRI)، د ګابون د خلکو په استازیتوب او د بنسټونو د ساتنې د تضمین کوونکو په توګه، پریکړه کړې چې د اوسني رژیم په پای ته رسولو سره د سولې دفاع وکړو."

بونګو لومړی ځل په ۲۰۰۹ کال کې د خپل پلار عمر بونګو له مړینې وروسته واک ته ورسېد چې په ۱۹۶۷ کال کې د دغه هېواد ولسمشر شوی و.

د شنبې د ورځې ټاکنې له نړیوالې څارنې پرته ترسره شوې، چې د ټاکنو د روڼتیا په اړه یې اندېښنې راپورته کړې.

غبرګونونه

د افریقايي اتحادیې کمیسیون په ګابون کې کودتا غندلې او روسیې ویلي دي چې د ګابون د وضعیت په اړه سخته اندیښمنه ده.

چین په ګابون کې له "ټولو اړخونو" څخه وغوښتل چې د بونګو امنیت ډاډمن کړي، "د خبرو اترو له لارې شخړې حل کړي، (او) ژر تر ژره عادي نظم ټینګ کړي".

د فرانسې صدراعظمې الیزابت بورن ویلي چې د حکومت یې په ګابون کې پیښې "په خورا پاملرنې" تعقیبوي.

بونګو په افریقا کې وروستی فرانسوی پلوه شخصیت دی چې له کودتا سره مخ شوی. پنځه نور افریقایي هیوادونه - مالي، ګیني، سودان، بورکینا فاسو او نایجر - له ۲۰۲۰ راهیسې د پوځي کودتاو شاهد دي.