تورخم ته د ازبکستاني پلاوي سفر؛ 'له افغانستان سره ټرانزیت کې مرسته کوو'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو حکومت وايي، د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکوموف افغانستان ته د سفر پرمهال د طالبانو حکومت د ترانسپورت وزارت له چارواکو سره تورخم بندر ته تللی او دا یې د ترانزیت لپاره یوه مهمه او اساسي لار بللې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس او د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز په ځینو ټویټونو کې تورخم ته د ازبکستان د ترانسپورت د وزیر الهام محکوموف او د طالبانو حکومت د ترانسپورت وزارت له چارسمبالي حمیدالله اخندزاده د سفر ځینې انځورونه خپاره کړي.

دوه کاله وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېد راهیسې دا لومړی ځل دی چې یو جګپوړی ازبکستانی پلاوی تورخم ته ځي او د ترانزیت لاره ګوري.

باختر اژانس پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، ښاغلي محکوموف هیله ښودلې چې ازبکستان به له افغانستان سره ترانزیت او ملي اقتصاد کې مرسته وکړي.

"د ازبکستان حکومت هڅه کوي، چې له افغانستان سره د ترانزیت او ملي اقتصاد د ودې په برخه کې مرسته وکړي، چې افغانستان په دې برخه کې پر ځان بسیا شي".

د طالبانو حکومت وايي، ازبکستاني پلاوي افغانستان کې د پانګونې پر پیاوړتیا، د ترانزیتي لګښتونو پر کمولو او ۲۴ ساعتونو پورې د ګمرکي فعالیتونو پر زیاتولو ټینګار کړی.‌

پرون (شنبه، اګسټ ۲۶مه) کابل ته د ازبکستان ۳۰ کسیز پلاوی رسېدلی چې له طالب مشرانو او خصوصي سکتور سره د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا پر سر خبرې وکړي.د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارسمبالي مشر محمد یونس مومند ویلي، ترکیه د افغانستان د سړکونو جوړولو،‌ انرژۍ، صنعت او کرنې په سکتوري برخو کې لېوالتیا لري.

ښاغلي مومند دا هم ویلي چې د راتلونکې سپتمبر پر ۱۸مه به ترکیه کې د افغان سوداګرو په هڅو یو نندارتون جوړ شي.

د سوداګرۍ خونه وايي، د ترکیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د غوړېدا لپاره د سوداګرۍ د یوې ګډې خونې جوړېدل اړین دي چې له مخې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز له لارې الوتنې پیل شي.

ازبکستان د افغانستان برېښنا، ټیکنالوجۍ او خوراکي توکو په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې چې په دې دوه ورځني سفر کې به پرې هر اړخیزه خبرې وشي..‌

په وروستیو کې د طالبانو حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزې پراختیا په تړاو اړیکي او خبرې ډېرې کړې دي.

د روانې اګسټ میاشتې پر ۱۲مه هم کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار شادمانوف د طالبانو د سوداګرۍ له مرستیال وزیر قدت الله جمال سره لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو پر غوړېدو خبرې وکړې.

او د اګسټ لومړیو کې کابل ته له روسیې تللي سوداګریز پلاوي د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له چارواکو سره د برېښنا، کرنې او ټولګټو برخو کې پانګونې ته چمتووالی وښود.

د الګ کاندي یوویچ په مشرۍ روسي پلاوي ویلي وو چې روسان د افغانستان مېوو او تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي او د سووداګریزو اسانتیاوو رامنځ ته کېدو لپاره یې د یوې ګډې سوداګریزې استازولۍ د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان د ځینو ګاونډیو هېوادونو سربېره، ځینو عربي هېوادونو هم له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره. لېوالتیا ښودلې ده.

څه موده وړاندې د اردن یو سوداګر افغانستان ته د سفر پرمهال په دې هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه او غوښتل یې چې د افغانستان وچې مېوې او معدني توکي اردن ته صادر کړي.