کابل ته د ایران د پارلماني پلاوي سفر؛ متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر ته هم د ورتګ بلنه ورکړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایران د پارلمان یا استازو جرګې یو اووه کسیز پلاوی کابل ته تللی او د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې کتلې دي.‌

هممهاله د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان هم له ښاغلي متقي سره تلیفوني تماس کې "پر دوه اړخیزو مسایلو" خبرې کړې دي.‌

کابل ته د ایران د استازو جرګې یا مجلس د تللي پلاوي مشري 'جواد کریمي قدوسي' کوي.‌

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، چې له دغه پلاوي سره په کتنه کې "د امنیت، نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې، د قاچاق مخنیوي، د سرحداتو ساتنې او سوداګرۍ په اړه مفصلې خبرې اترې وشوې."

ښاغلي متقي دغه ایراني پلاوي ته د امنیت په ټینګښت، د داعش د ځپلو، د کوکنارو د کښت او نشه‌يي‌توکو خلاف مبارزه کې د خپل حکومت د لاسته راوړنو یادونه کړې ده‌.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې "افغانستان د ایران د صنعتي توکو لپاره ښه مارکيټ دی" نو د ده په وینا اړینه ده چې "افغانستان او ایران د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته او له دغه فرصت څخه پوره ګټه واخلي."

طالبان وايي، د ایران د استازو مجلس دغو غړو ورته ویلي چې "د قاچاق د مخنیوي، سرحدي ستونزو د مدیریت او غیر مجاز خلکو د تګ راتګ د مخنیوي په اړه باید دواړه لوري په ګډه کار وکړي او د حل لار ورته ومومي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دغو ایراني استازو دې ته هم چمتووالی ښودلی چې هېواد یې د طالبانو حکومت سره "ګڼو مواردو" کې خپلې تجربې شریکې کړي.

د ایران د پارلمان دغه پلاوی داسې مهال افغانستان ته تللی، چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان هم د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سپرست سره تلېفوني خبرې کړې.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو تلیفوني خبرو جزییات نه دي شریک کړي، خو د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې تایید کړې او دا یې هم ویلي،‌ چې ښاغلي متقي امیرعبداللهیان ته د کابل د سفر بلنه ورکړې.

ایرانۍ رسنۍ وايي دغه تلیفون تماس کې پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې شوې.‌

د تهران او کابل ترمنځ له څه مودې راهیسې په هلمند سیند کې د ایران د حقابې پر سر ناندرۍ روانې دي.‌

ایران دغه سیند اوبو کې خپل حق غواړي،‌ خو طالبان وايي اوبه سختې وچکالۍ کمې کړې او ایران ته نه رسېږي.‌

دا لانجې او بې باورۍ د دې لامل شوې، چې د ایران د اوبو برخې یو تخنیکي پلاوی طالبانو سره د هوکړې له مخې په دې وروستیو کې افغانستان ته ولاړ شي او د اروزګان په دهراوود کې د اوبو بهیر پخپله له نږدې وګوري.

اوس د ایران مهر نیمه‌دولتي خبري آژانس وایي، ښاغلي عبداللهیان دغو تلیفوني خبرو کې یو ځل بیا په هلمند سیند کې د ایران پر حقابې ټینګار کړی او افغاستان ته یې د ایران د دې تخنیکي ډلې سفر ته په اشارې ویلي، چې د اوبو په تړاو د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ دا ډول کتنې د لا ډېرې روڼتیا رامنځته کولو سره مرسته کوي.

هغه دا هم ویلي چې هېواد یې "په افغانستان کې د ثبات، امنیت او سوکالۍ په لار کې د ټولو اړخونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار کوي."