عبدالسلام ضعیف بي‌بي‌سي‌ ته:‌ ٪۹۵ طالبان پر ښځو له لګول شویو محدودیتونو سره مخالف دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر عبد السلام ضعیف له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، چې "۹۵ سلنه" طالبان پر ښځو د زدکړې او کار د محدودیت په اړه د خپل مشرتابه له فرمانونو سره موافق نه دي.

ښاغلي ضعیف ویلي هغه طالب مشران چې پر ښځو له لګول شویو محدودیتونو سره مخالف دي، د طالبانو له مشرتابه سره وخت- ناوخت پر دې مسلې خبرې کړي او مشورې ورکوي، خو د ښاغلي ضعیف په وینا د طالبانو مشرتابه لا تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

ښاغلي ضعیف د بي بي سي د نړیوالو چارو له مشرې خبریالې لیز دوسیت سره مرکه د بي بي سي‌ راډیو ۴ مرکه کې ویلي، باوري دی چې اوسني طالبان د ۹۰ لسیزې له طالبانو سره "ډېر توپیر" لري.

عبد السلام ضعیف دا څرګندونې پر داسې مهال کړې چې وړمه ورځ د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر په تازه محدودیتونو کې د بامیان ولایت ملي پارک بند امیر ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.‌

شیخ محمد خالد حنفي وویل، "ښځې لا هم حجاب نه مراعتوي، تر هغې مو چې اصول نه وي وره جو کړي، بند امیر ته ښځې او زموږ خویندې نه شي تللی."

عبدالسلام ضعیف د طالبانو اوسني نظام کې کومه رسمي دنده نه لري. هغه د ۱۹۹۰مو کلونو د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې اسلام اباد کې د دوی سفیر و او د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته یوه لنډه موده ګوانتانامو زندان کې بندي و.

په داسې حال کې چې ځینې پر دې اند دي چې اوسنیو طالبانو د ۹۰مې لسیزې له طالبانو سره ډېر توپیر کړي، خو ښکاري چې په ځینو برخو کې دوی د هماغې لومړنۍ واکمنۍ چلن غوره کړی دی.‌

ښاغلی ضعیف وايي، طالبانو ته یې سپارښتنه دا ده هر څومره چې ژر ممکنه وي لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.

په دې مرکه کې ښاغلي ضعیف لوېدیځ- په تېره امریکا تورنه کړه چې د افغانستان د اقتصادي مخ په ځوړ حالت لامل ګرځېدلې او د افغانستان له خلکو سره همکاري نه کوي.

عبدالسلام ضعیف نور څه وویل؟

ښاغلی ضعیف وايي، دی د طالبانو استازی نه دی،‌ بلکې کابل کې اوسېږي او اوسنی حکومت یې هره کړنه څاري:

"زه د طالبانو استازی نه یم،‌ زه دلته د حکومت تر څار لاندې یم، دوی زما فعالیتونه څاري چې څه کوم.‌ دا زما لپاره ممکنه نه ده چې د طالبانو غړی شم".

خو نوموړی په ورته وخت وايي، د ده اند د طالبانو اند دی، خو وايي طالبان جنګېږي او "زه نه جنګېږم". دی زیاتوي: "باوري یم چې زموږ هېواد اشغال شوی و، په تېره د امریکایانو له لوري. دوی افغانستان کې څه کول، کورونه یې تلاشي کول،‌ خلک یې نیول او وژل، چې دا د افغانستان د خلکو لپاره یو ډول سپکاوی و او دا په هېواد کې وحشیانه کړنه وه.‌ زه دا ټول غندم."

کله چې له ښاغلي ضعیف وپوښتل شول چې له ګوانتانامو زندانه تر خوشي کېدو وروسته د ګڼو نورو طالب خوش‍ي شویو بندیانو په څېر ولې د جګړې ډګر ته ستون نه شو، د نوموړي ځواب دا و چې دی یوه "سیاسي څېره" وه او غوښتل یې ارام ژوند وکړي او په دې شرط ‌له زندانه خوشی شوی و، چې کابل کې به اوسېږي او له کابل به نه وځي او له طالبانو سره به هېڅ اړیکه نه نیسي او د امریکایانو پرضد به هېڅ ډول فعالیت نه کوي.

دی وايي، دا شرطونه یې د خوشي کولو په بدل کې په زور پرې تحمیل شوي، که یې نه وای منلي، نه خوشی کېده.

"زه باوري یم چې افغانستان کې جګړه هېواد کې ستونزه پای ته نه رسوي، زما باور دا دی چې خبرې اترې، د خلکو درناوی او د خلکو په ذهنیت پوهېدل یې حل دی. دا شرطونه په زور راباندې عملي شول، راته وویل شول، که منې یې خوشی به شې او که دلته ګوانتانامو زندان کې به یې. همدا دلیل و چې ما د خوشي کېدو تړون ورسره لاسلیک کړ".