له افغانستانه د امریکا وتل، کانګرس به دفاع وزیر بې واکه کړي؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


رپوټونه وايي، د امریکا د کانګرس یوه غړي له افغانستانه د ځواکونو د رااېستو له امله د دفاع وزیر د احضار او بې واکه کولو طرحه وړاندې کړې.

د امریکا په کانګرس کې د فلوریډا ایالت استازي کاري میلز ویلي چې د امریکا دفاع وزارت افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال د سرتیرو او متحدینو پروړاندې پراته خنډونه له پامه غورځولي ول.

نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه (اوسني X) لیکلي چې د دغه ناسم مدیریت په پایله کې دوه کاله وړاندې د کابل پوځي هوايي ډګر ایپې دروازه کې برید د ۱۳ امریکايي سرتیرو په ګډون تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل.

هغه زیاته کړې: «په دنده کې ددې ښکاره بې پروایۍ له امله نن زه د دفاع وزیر لویډ آسټین د احضار طرحه وړاندې کوم.»


دغه امریکايي سناتور زیاتوي چې د کانګرس لپاره یواځې دا بسنه نه کوي چې د اورېدو لپاره یوه جرګه ګۍ جوړه کړي، بلکې «مونږ باید د دې ادارې (دفاع وزارت) بشپړې ناکامۍ ورپه ګوته کړو.»

ټیک دوه کاله وړاندې په همدې ورځ یانې د اګست په ۲۶مه د کابل پوځي هوايي ډګر په ایبي دروازه کې یوې چاودنې تر ۲۰۰ ډ‌ېر کسان ووژل چې په هغو کې ۱۳ امریکايان هم شامل ول.

افغانستان کابل |  په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له افغانستانه د تخلیې پرمهال برید تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژلافغانستان کابل |  په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له افغانستانه د تخلیې پرمهال برید تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل
امریکايي سناتور کاري میلز په وینا، دا دوه کاله داسې تېر شول چې د دفاع وزارت هیڅ غړي په دې اړه حساب ورنه کړ چې دا د نه منلو ده.

د افغانستان د راپرځول شوي جمهوریت پرمهال د افغان پوځ ویاند جنرال اجمل عمر شېنواري دویچه ویله ته وویل، امریکا له افغانستانه د وتلو پرمهال بهرنیانو او افغان ځواکونو ته د احتمالي ګواښونو په اړه هیڅ ډول وړاندوېنه او چمتووالی نه درلود. د هغه په خبره «واقعا دا د بحث وړ موضوع ده چې اوس په کانګرس کې راپورته شوې، که له سیاسي اړخه افغان دولت د هرې ملاحظې له مخې چې وه له پامه غورځول شوی ؤ، خو په پوځي برخه کې امریکا او ناټو ته اړینه وه، هغه پوځیان یانې افغان پوځیان چې شل کاله له دوی سره څنګ په څنګ د تروریزم پرضد د جګړې په لومړی کرښه کې په مبارزه کې ولاړ ول، له هغوی سره یې هم دا جفا وکړه او هغوی سره یې د شاتګ په اړه لازمه همغږي ونه کړه.»

دغه پخوانی افغان جګپوړی پوځي چارواکی زیاتوي چې که چېرې د شاتګ پرمهال افغان ځواکونو سره همغږي شوې وای، نو دا ستونزې نه رامنځته کېدې.

اړوند مطالب: پنټاګون: د کابل هوايي ډګر ځانمرګي برید په بم کې د بالبيرينګ ساچمې کارول شوې وې

په برلین کې د پوهنتون استاد اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل، د امریکا په کانګرس په ځانګړې توګه د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې له افغانستانه د ځواکونو وتل له تېرو دوو کلونو د جدي بحثونو د سر موضوع ده. نوموړی وايي چې «د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران په دې برخه کې پوښتل کیږي، خو تراوسه پورې په دې هکله توضیحات د قناعت وړ نه دي ګرځیدلي.»

دغه افغان کارپوه زیاتوي چې د امریکا په کانګرس کې ښايي دا بحثونه نور هم جدي شي چې ښايي د دفاع وزیر سربیره ان د بهرنیو چارو وزیر هم بې واکه کړای شي. اتمر دا هم وايي چې «تراوسه افغانان او په خپله امریکایان په دې نه پوهیږي چې د امریکا سیاستونو لپاره کومه ستونزه وه چې له افغانستانه په دومره بیړه ووتل، ځکه دوی وخت درلوده چې پکې یې ټول شیان مدیریت کولای شول.»

د امریکا دفاع وزارت تېر کال په اپریل میاشت کې افغانستان کې د خپل شل کلن جګړه ییز ماموریت په اړه کانګرس ته توضیحات ورکړل.

دې ادارې د افغانستان لپاره خپل ماموریت ارزولی او هماغه مهال یې په خپل بیان کې ویلي ول چې دا ارزونه د راتلونکو تصمیمونو او پریکړو لپاره مهمه ده.