د امنیت شورا: د افغانستان وضعیت په تدریجي ډول پیچلی کیږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د جمعې په ورځ اګست ۲۵ (وږي درییم) د عراق او افغانستان په ګډون په نړۍ کې د داعش د ډلې د فعالیتونو په اړه په یو بحث کې په افغانستان کې ددغې ډلې په فعالیتونو او د وړتیاو په زیاتیدو اندیښنه وښودله.

ددې غونډې ګډونوالو ویلي، چې داعش نه یوازې افغانستان ته، بلکې ټولې سیمې ته په یو ګواښ بدل شوی دی.

ملګرو ملتونو دمخه په یو راپور کې په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو دغړو شمېر د څلورو او شپږ زرو ترمنځ اټکل کړی و.

د امنیت شورا د راپور له مخې دغې غونډې ته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمر ورونکوف د داعش د فعالیتونو په اړه ددغې ادارې په اوولسم راپور کې په عراق او افغانستان کې د داعش د ډلې د بریدونو په زیاتیدو اندیښه وښودله او وویل، چې اوس په سیمه کې ددغې ډلې د عملیاتو وړتیا زیاته شوې ده.

هغه د جولای د تیرې میاشتې په ۳۰ د پاکستان په باجوړ او د اګست په ۱۳ په ایران کې د داعش د ډلې بریدونو ته په اشارې مالي سرچینو ته ددغې ډلې د لاس رسي د محدودولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې په کار دي په دې برخه کې د پیسو نړیوال وجهې صندوق "آی ایم ایف" مرسته وکړي.

ولادیمر ورونکوف په افریقايي هیوادونو کې د داعش د فعالیتونو زیاتیدو په اړه هم خبرداری ورکړ.

ولادیمر ورونکوف وویل: "د افریقا تر هغه خوا افغانستان کې وسلو او مهماتو ته د تروریستي ډلو د لاس رسي ویره اوس په حقیقت بدلیږي ددغه هیواد وضعیت په تدریجي ډول پیچلی کیږي".

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې تر ډیره په عراق کې د داعش د ډلې فعالیتونو او په افریقايي هیوادونو ته ددغې ډلې د فعالیتونو په اړه خبرې وشوې.

دې غونډې ته د روسیې د فدراسیون استازې ماریا زبولوتسکایا په منځني ختیځ، افریقا او افغانستان کې د لویدیځو هیوادونو فعالیتونو باندې چې هغې تخربیوونکي فعالیتونه وبلل خبرې وکړې او لویدیځ هیوادونه یې په منځني ختیځ کې د داعش د سر راپورته کول مسوول وګڼل.

میرمن ماریا زبولوتسکایا وویل: "د افغانستان اوسنی وضعیت هم د لویدیځو هیوادونو له خوا د تروریزم ضد مسایلو څخه د ګټو پورته کولو له امله دی چې ددغو هیوادونو د خپلو جیوپولیټیکل ګټو ساتنه یې کوله".

همداشان غونډې ته د بریتانیا استازي جیم کریسکي وویل، چې داعش د افغانستان په دننه کې په ملکي او نړیوالو اهدافو باندې د بریدونو قابلیت لري او هم د دغه هیواد څخه بهر بریدونه هڅوي.

غونډې ته د البانیا استازې میرمن اریاني سپاسي وویل، چې په کار دي د افغانستان د تروریستي ډلو په خوندي چاپیریال د بدلیدلو مخه ونیول شي.

میرمن سپاسي د طالبانو له حکومت وغوښتل، چې په دې برخه کې دې پر خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د داعش د فعالیتونو په اړه دا بحث په داسې حال کې ترتیب شوی، چې د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول ویلي، چې د داعش ډله په افغانستان کې څرګند فعالیت نلري او په دغه هیواد کې یې دا ډله سخته ځپلې ده، چې ورسره ددغې ډلې د عملیاتو وړتیا هم ډیره کمزورې شوې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد داعش په افغانستان کې یوه ځپل شوې ډله بولي، خو وايي چې د دغې ډلې بریدونه په دغه هیواد کې یو نیم سلنه امنیتي ستونزې دي.

هغه څه موده دمخه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزیون سره مرکه کې ټینګار کړی چې داعش ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نلري او نسبت تیرو کلونو ته چې داعش ډله په څو ولایتونو کې فعاله وه، اوس مهال "د سیمې هیڅ یوه برخه تر خپل کنټرول لاندې نلري".

مجاهد وویل: "په پټه او په ډېر مهارت سره زیاد کوښښ کوي چې د خلکو له ګڼې ګوڼې یا ښارونو څخه ناوړه استفاده وکړي،کله چاودنې کوي، ځینې وختونه چاودنې یې هغه تجربه چې موږ یې لرو او د افغانستان خلکو ولیدلې، دغه (بریدونه) نژدې یو یا ۱.۵ سلنه امنیتي مشکل دی."

د طالبانو د حکومت ویاند ادعا وکړه چې د دوی سرتیرو د داعش د مهارولو زیات کوښښ کړی، څنګه چې هر ځای برید شوی دی، د داعش ډلې د غړو پر ضد عملیات تر سره شوي دي او په دریو ورځو کې د هغوی بنیاد له منځه وړل شوی دی.