ټرمپ د جورجیا ایالت یوه زندان ته ځان سپارلی او رسمي تصویر یې اخیستل شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی، چې دا ډول تصویر یې خپرېږي.

د امریکا مخکېنی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په جورجیا ایالت کې یوه زندان ته ځان سپارلی چې دی پکې د ناقانونه سوداګریزو کړنو او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د بدلولو پر هڅه تورن دی.

هغه له نیول کېدو او د بندي په توګه له رسمي عکس اخېستنې لږ وروسته د دوه لکه ډالرو په ضمانت بېرته پرېښودل شو.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو پخوانی ولسمشر له دغه بهیر سره مخامخېږي.

د بی بی سي خبریالا برانډون لائیوسی په خپل رپوټ کې کاږي، ډونلډ ټرمپ اوس د امریکا یو لومړنی ولسمشر شو، چې دغه ډول رسمي تصویر یې اخیستل کېږي.

د تصویر تر څنګ په یوه رسمي رجسټر کې د نوموړي ونه (شپږ فوټه درې انچه) او وزن (۹۷ نیم کیلوګرامه) هم ثبت شوي دي. د نوموړي دغه رسمي تصویر به اوس د تاریخ یوه برخه شي.

دغه تصویر وار له مخه د بسپنې ټولولو په تړاو د ټرمپ پر وېبپاڼه او ایکس (پخواني ټویټر) له لومړني ټویټ سره خپور شوی چې له ۲۰۲۱ وروسته یې پر نوموړي بندیز لګولی و. د بي بي سي خبریال وايي، زه باور لرم ډېر ژر به دغه ډول تصویرونه د چایو او کافي پر پیالو، کمیسونو او نورو ورته توکو هم راڅرګند شي.

ښاغلي ټرمپ وروسته له خبریالانو سره خبرو کې پر ولسمشر بایډن په تېرو ټاکنو کې د لاسوهنې تور پورې کړ او ټینګار یې وکړ، چې ده د داسې ټاکنو د ننګولو حق یې لاره، چې په وینا یې، رښتېنې نه وې.

''هغه څه چې دلته شوي، پر عدالت ملنډې وهل دي. موږ هېڅ ناسم څه نه دي کړي، ما هېڅ ناسم څه نه دي کړي او هر څوک په دې پوهېږي. ما هېڅکله دومره ملاتړي نه لرل او په نورو قضیو کې هم. هغه څه چې دوی کوي، په ټاکنو کې لاسوهنه ده، دوی په یوه ټاکنیز بهیر کې د لاسوهنې هڅه کوي. زموږ په هېواد کې هېڅکله داسې نه و پېښ شوي. دا د دوی د ټاکنیز کمپاین بڼه ده. دا یې یوه بېلګه ده، ستاسې مخې ته درې نورې بېلګې هم شته، دا په ټاکنو کې لاسوهل دي. زه ستاسو مننه کوم چې دلته راغلي یاست. موږ دا حق لرو هغه ټاکنې وننګو چې فکر کوو ناعادلانه دي.''

په جورجیا کې څارنوالانو محکمې ته وړاندیز کړی، چې د هغه د محاکمې بهیر د اوکتوبر میاشتې پر درویشتمه نېټه پیل کړي. ښاغلی ټرمپ د ټګي، برګي او جعلي اعلامیو په ګډون پر ځان لګېدلي ټول ۱۳ تورونه ردوي او په وینا یې سیاسي انګېزه یې تر شا ده.

د چهارشنبې پر ورځ د ښاغلي ټرمپ مخکیني مدافع وکیل روډي ګیولياني او ملګرو مدافع وکیلانو یې هم په همدې قضیه کې ځانونه وسپارل.

دا د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ له برخې اخیستو وروسته څلورمه جنايي قضیه ده، چې نوموړی ورسره مخامخېږي.