د عمران خان مېرمن وايي، مېړه یې په زندان کې "له سخت خطر" سره مخ دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان مېرمنې بشرا بېګم د اسلام اباد سترې محکمې ته په خپل سپارل شوي بیان کې ویلي‌ چې مېړه یې په زندان کې "له سختو خطرونو" سره مخ دی.

د بشرا بېګم په بیان کې همدا راز راغلي چې په زندان کې عمران خان ناروغ شوی او وزن یې هم کم شوی دی او "د اویا کلن سړي مخ پر خرابېدو روغتیايي حالت د هغه د پایېدو لپاره ستر ګواښ دی"

د تحریک انصاف ګوند د دغه بندي مشر مېرمن وايي چې د خپل ژوند ملګري د لیدو په برخه کې له ډېرو ستونزو او خنډونو سره مخ شوې او بلاخره یې د اګست میاشتې پر ۲۲مه نېټه په اټک زندان کې ورسره کتلي دي.

بشرا بېګم په خپل بیان کې دا خبره هم کړې چې "عمران خان د اساسي قانون حاکمیت ته ژمن دی او په دې لاره کې هر راز قربانۍ او د ستونزو ګاللو ته په هسک غاړه چمتو دی"

د قضیې اورېدنه تر دوشنبې ځنډول شوې
د یادولو ده چې د اسلام اباد لوړې محکمې د پاکستان د دغه لومړي وزیر او د تحریک انصاف مشر د "توشه خانه" یا د دولتي ډالیو قضیې اورېدنه تر راتلونکې دوشنبې ځنډولې ده.

نن په دې اړه د محاکمې پر مهال د عمران خان د سزا او په ضمانت د هغه د خوشې کولو غوښتنې وشوې خو محکمې پرې د کومې پرېکړې کول تر راتلونکو دوو ورځو ځنډولي دي.په محکمه کې د عمران خان وکیلانو په ګډون د هغه دواړه خویندې علیمه خان او عظمی خان هم وې.

د یادولو ده چې عمران خان د حکومتي سوغاتونو یا توشه خانه په قضیه کې شل ورځې مخکې د اګست پر پنځمه د محکمې تر امر وروسته په خپل کور کې د پنجاب پولیسو ونیو.

پر هغه تور دی چې ګواکې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه یې له خپله واکه ناسمه ګټنه کړې او د توشه خانې دولتي ډالۍ یې پلورلې دي.

د اسلام اباد محکمې هغه ورځ‌ په خپله پرېکړه کې وویل چې عمران خان په "ناسمو کړنو" ملامت دی. خو د عمران خان د ګوند ویاند د محکمې پرېکړه ناسمه وبلله او ویې ویل چې د استناف غوښتنه به کوي.

د پاکستان د دغه پرځول شوي لومړي وزیر تر مېرمنې مخکې د هغه وکیل نعیم حیدر پنجوته هم له عمران خان سره کتلي وو.

که څه هم د هغې کتنې جزیات نه شول په ډاګه خو تر دې کتنې وروسته د عمران خان قانوني ډلې په زندان کې د هغه د امنیت په اړه اندېښنه وښوده او د تحريک انصاف یوه مشر د اسلام اباد لوړې محکمې او د لاهور له محکمې غوښتنه وکړه چې عمران خان د اټک له زندانه د اډياله زندان ته ولېږدوي او همدا راز له خپلو وکیلانو او د کورنۍ له غړو سره د لیدو کتو غوښتنه یې هم کړې وه.