د پاکستان ځپلی اقتصاد؛ کلداره د ډالر پر وړاندې له ۳۰۰ واوښته، په یوه ورځ یې شپږ روپۍ ارزښت بایللی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


پاکستان کې په پرلپسې ډول کلداره خپل ارزښت له لاسه ورکوي تر دې چې نن یې پر وړاندې ډالر یو ځل بیا د تاریخ تر ټولو په لوړه بیه بدلیږي.

پاکستان کې له څو کالونو راهیسې کلداره په پرلپسې ډول لویږي خو هلته د سرپرست حکومت له جوړیدو راهیسې یې ارزښت په چټکۍ په کمېدو دی.

د پاکستان دولتي بانک د نرخ له مخې نن 'چارشنبه' د ورځې په پای کې یو ډالر ۲۹۹ اعشاریه ۷۵ پیسې بدلیده.

دا تر دې دمه دا د ډالرو تر ټولو لوړ نرخ دی چې د کلدارو پر وړاندې یې ډالر خپلوي.

په ازاد بازار کې بیا دا نرخ له دې هم لویدلی او نن یو ډالر ۳۱۲ روپۍ بدلېده.

په ازاد بازار کې دا یو ځایي شپږ کلدارې ټېت شوی نرخ دی.

کلدارو یوازې د ډالرو نه بلکې د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې هم خپل ارزښت په پرلپسې ډول بایللی دی.

د افغان صرافانو ټولنې د معلوماتو له مخې کلداره د افغانیو پر وړاندې هم مخ په ښکته روانه ده.

په افغانستان کې نن ۱۰۰۰ کلدارې په ۲۶۳ افغانیو بدلیدې.

پاکستاني رسنیو دا د روپیو 'ریکارډ' کموالی بللی دی.

د ونډو کاروبار یانو په باور کلداره د دوه مهمو دلایلو له کبله په پرلپسې ډول خپل ارزښت بایلي، لومړی دا چې پاکستان اړ دی ځينې پورونه ورکړي او بل دا چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق د نویو شرطونو له مخې د د ډالرو پیر او پلور ازاد دی.

دې تر څنګ پاکستان کې سیاسي بې ثباتیو، وروستیو ناامنیو او اقتصادي کړکېچونو هم خپل سیوری غوړولی او د کلدارو ارزښت بایلود تر څنګ یې د توکو په بیو هم منفي اغېز کړی دی.

پاکستان کې په پرلپسې ډول خوراکي توکي او نور لومړني مواد ګران شوي او ولس له بې روزګارۍ سر ټکوي.

تېره جولای میاشت کې د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو پور ورکولو هوکړه تایید کړ،ه خو د دې لپاره یې سخت شرایط ایښي دي.

د دغو شرطونو له مخې پاکستان د ډالرو پر نرخ پوره څار نشي کولای او دا چې اړ دی د ځينو توکو بیې لوړې کړي.