چندریان - ۳: هند لومړنی هېواد شو چې د سپوږمۍ سویلي قطب ته ورسېد

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د هند چندریان -۳ فضايي بیړۍ په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شوه.

چندریان -۳ چهارشنبې (۲۳/۰۸/۲۰۲۳) د هند په وخت ماښام شاوخوا شپږ بجې د سپوږمۍ سویلي قطب ته ورسېده.

نړۍ کې هند لومړی هېواد شو، چې د سپوږمۍ په دې برخه کې یې فضايي بیړۍ ځای په ځای کړه.

په ټوله کې له متحده ایالاتو، پخواني شوروي اتحاد او چین وروسته څلورم هېواد دی چې سپوږمۍ ته یې ځان رسولی دی.

د چندریان -۳ ماموریت کله پیل شو او موخه یې څه ده؟

د چندریان -۳ فضايي بیړۍ د جولای په ۱۴ مه د هند له سویلي ایالت اندریا پردېش نه وتوغول شوه او له ۴۰ ورځو اوږد سفر وروسته نن د سپوږمۍ سویلي قطب ته ورسېده.

سپوږمکۍ د سپوږمۍ مدار ته له ننوتلو مخکې شاوخوا لس ورځې د ځمکې په شاوخوا کې وګرځېده، چې وروسته د اګست په پنځمه وتوانېدله چې د سپوږمۍ مدار ته ننوځي.

د چندریان -۳ ماموریت یوه لویه موخه " له اوبو جوړ کنګلونو" لټون دی.

ساینس پوهان وايي، که چندریان -۳ د یادو کنګلونو په لټون بریالی شي کیدای شي راتلونکې کې انسانان له سپوږمۍ د استوکنځي په توګه کار واخلي.

د سپوږمۍ هغه برخه چې هندي ساینس پوهانو د خپل فضايي بیړۍ د ځای په ځای کولو لپاره غوره کړې سویلي قطب دی.

ساينس پوهان د سپوږمۍ سویلي قطب په اړه ډېر لږ معلومات لري خو دوی وايي، دا شونتیا شته چې سپوږمۍ کې د اوبو نښې پیدا کړي.

یاده برخه د دایمي سیوري له کبله تیاره وي او د سپوږمۍ تیاره اړخ ګڼل کېږي.

د چندریان – ۳ ماموریت ډېر ستایل شوی د هند لومړی وزیر چې افریقا ته په رسمي سفر و دا تاریخي شېبې یې په ژوندۍ بڼه پر انټرنت څارلې.

له دې بریا سمدستي وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپل ولس ته په خطاب کې وویل، چې دا د خوښۍ موقع ده او دا نه یوازې د هند بریا ده بلکې د ټولو بریا ده.

نوموړي وویل: "زموږ نظر دا دی چې یوه نړۍ یو ملت یوو. سپوږمۍ ته زموږ ماموریت د فضايي علومو د څیړنې په لور یو مثبت ګام دی. په راتلونکې کې به هند خپله فضايي بیړۍ له سپوږمۍ څخه بهر کړي او ډېر ژر به د لمر په اړه څېړنه پیل کړي."

نریندرا مودي وویل، چې نن د هند په هر کور کې جشن دی، زه هم په دې جشن کې له خپل ولس سره یم. زه د چندریان ټول ټیم او ټولو هغو کسانو ته مبارکي وایم چې په دې ماموریت کې یې هر ډول مرسته کړې ده. زه ۱۴۰۰ میلیونو وګړو ته مبارکي ورکوم.

نوموړي زیاته کړه، نن داسې مقام ته رسېدلی یوو، چې تر نن ورځې پورې د نړۍ هېڅ هېواد نه دی رسېدلی.

نریندرا مودي وايي، دغه ماموریت به د نورو هېوادونو د فضايي ماموریتونو ملاتړ هم وکړي.

دی وايي، دا ورځ به موږ د روښانه راتلونکي په لور بوځي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دې بریا مبارکي ورکړې او په خپل ټویټر یې لیکلي چې دا د هند ولس لپاره لویه لاسته را وړنه ده.

له دې مخکې هم سویلي قطب ته د تګ هڅې شوې وې خو له ناکامۍ سره مخامخ شوي وو.

چندریان-۳ نږدې ۳۹۰۰ کیلو ګرامه وزن لري او ۷۵ میلیون ډالره لګښت پرې راغلی دی.

له هند سره په سیالۍ کې روسیې هم خپله بېړۍ د سپوږمۍ همدې برخې ته استولې وه چې د کښېناستو پرمهال له ستونزو سره مخامخ شوه.

د روسیې فضايي ادارې ویلي، د "لونا- ۲۵ Luna-25" په نامه یا هغه ستور بېړۍ له یوه بېړني حالت سره مخ شوې چې ټاکلې وه، تېره دوشنبې د سپوږمۍ مخ ته ورسېږي.

دغې ادارې ویلي و، دا ستور بېړۍ هغه مهال له سپوږمۍ سره ټکر شوه چې د سپوږمۍ پر سطحه یې د کېناستو یا چورلیځ ته ننوتو ته چمتووالی نیوه.

په دې ستور بېړۍ کې سپرلي نه شته او هڅه کوي د سپوږمۍ پر سویلي قطب لومړنۍ ارامه ناسته وکړي. موخه یې هلته د اوبو په نښو پسې کتل دي.

هغوی ویلي و همدغه ټکي ته د هند یوه ستور بېړۍ هم ور روانه ده چې ټاکلې ده په څو ورځو کې ور ورسېږي.

وړاندې د روسیې فضايي سازمان انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي وو، ټاکل شوې وه چې روسۍ لونا ۲۵ ستور بېړۍ به د اګسټ پر ۲۱مه د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شي.

روسیې نژدې نیمه پېړۍ وړاندې هم یو توغندی سپوږمۍ ته استولی و.