د نجونو د تحصیلي سفر منع کیدو ته غبرګونونه؛ 'طالبان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو له خوا متحده عربي اماراتو ته د زده کړو لپاره د یو شمېر افغان نجونو مخنیوي ته د ملګرو ملتونو په ګډون په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستیالې ویاندې فلورنسیا سوتو نینو د چهارشنبې د ورځې ناوخته اګست ۲۳ ( وږي اول) خبریالانو ته ویلي، چې زده کړو ته د لاس رسي حق د ښځو او نجونو یو ډیر مهم او اساسي حق دی، چې باید هغوی ورته لاس رسی ولري.

د میرمن سوتو نینو، په وینا د نجونو او ښځو د زده کړو په مخنیوي سره نه یوازې هغوی په فردي توګه زیان ویني، بلکې زیان یې د افغانستان ټولې ټولنې ته رسیږي.

میرمن سوتو نینو وویل: "زه فکر کوم، هغه څه چې مونږ به یې ترسره کړو دادي، چې د طالبانو له حاکمو چارواکو غواړو چې د نړیوالو قوانینو لاندې خپلو ژمنو ته ژمن اوسي".

د ملګرو ملتونو مرستیالې ویاندې وویل، چې دا ټولنه به د ښځو د حقونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او دا ګڼي، چې افغانستان پرته د ښځو د مشارکت څخه پرمختګ نشي کولی: "دا واقعآ د خواشینۍ وړ ده چې ښځې غواړي د خپلو حقونو څخه ګټه پورته کړي او ددغه کار څخه منع کیږي".

د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور چې دغو نجونو ته یې په متحده عربي اماراتو کې د سفر او د زده کړو امکانات برابر کړي و ویلي، چې طالبانو د هغو نجونو د سفر مخه نیولې، چې ده ورته د متحده عربي اماراتو په یو پوهنتون کې د زده کړو امکانات برابر کړي و.

د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) وویل: "نشم کولای هغه ناهیلي چې زه یې اوس احساسوم، بیان کړم. ځکه هغه افغان نجونې محصلینې چې ما ورته سکالرشیپونه برابر کړي وو...له بده مرغه د طالبانو د مداخلې له امله نن سهار د دوبۍ هوايي ډګر ته راونه رسیدلې."

الحبتور ګروپ په متحده عربي اماراتو کې یو له معتبرو او بریالیو سوداګریزو شرکتونو څخه دی او شاوخوا ۱۰۰ افغان ښځینه محصلینو ته یې سکالرشیپونه برابر کړي دي. د الحبتور ګروپ د موټرو، املاکو، ښوونې او روزنې او خپرونو په برخو کې فعالیت کوي او په ملي او نړیواله کچه یې ښه شهرت ترلاسه کړی دی.

احمد الحبتور په ایکس شبکې کې لیکلي دي: "له څه مودې راهیسې دې ورځې ته په بې صبرۍ سره په انتظار وو. د الحبتور ګروپ د غړو او زما له میاشتو میاشتو پرله پسې هڅو وروسته په پوهنتون کې د شمولیت، د استوګنځای د ځای، روغتیایي بیمې، ترانسپورت او نورو امکاناتو ټولګه ترلاسه کړه، زمونږ هیلې اوبو یوړې."

هغه وویل چې په افغانستان کې مقاماتو پرته له کومې توجیه ددغو افغان نجونو محصلینو د وتلو مخنیوی کړی او په ناحقه یې د هغوی ازادي محدوده کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د الحبتور ګروپ د هڅو، سخاوت او ملاتړ ستاینه وکړه.

ښاغلي فایق د ایکس شبکې کې په خپله پاڼه لیکلي دي: " مونږ ټول په دې پوهیږو چې د طالبانو دا اقدام یو غیر اسلامي، غیر انساني او ددې لپاره چې خلک په تیاره او جهل کې وساتي یو عمدي اقدام دی، چې واقعآ د تاسف او خفګان وړ دی".

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د څانګې مشرې میرمن هیدر بار د طالبانو ددې اقدام په اړه ویلي، چې دا د خبرداري یو ګام دی، چې برسیره پر هغې یو ډیر فوق العاده ظلم دی چې طالبان یې د علم او تحصیل څخه د ښځو او نجونو د محرومولو په برخه کې ترسره کوي.

میرمن بار د ایکس په شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي: "دا [ د افغان نجونو د سفر بندیز] د هغوی د بندې کیدو سبب ګرځي ترڅو هغوی د نورو په مرسته له زده کړو یې مخنیوی وشي".

د پخواني رژیم د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو دغه اقدام ته غبرګون ښودلی دی. ښاغلي صالح هم د ایکس په شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې د "جهل او جاهلیت عصر ته ستنیدل دردونکي دي."

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار په ګډون په پرله ډول محدودیتونه لګولي دي.

له دوو کلنو زیاته موده کیږي، چې طالبانو د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي دي.

د طالبانو چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د ښځو او نجونو تعلیم ته د وضعیت د برابریدو وروسته به هغوی ته د تعلیم زمینه برابره کړي.