د روسیې واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژین د الوتکې د لوېدو په پېښه کې مړ شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

روسي مقاماتو ویلي چې د پریګوژین نوم د هغې الوتکې د مسافرو په لیست کې شامل و چې له مسکو څخه سنټ پیټرزبورګ ته روانه وه او د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) ولوېده او په کې سپاره ټول ۱۰ کسان مړه شول.

د تاس خبري اژانس د روسیې د هوايي چلند ادارې (روساویاتسیا) په وینا راپور ورکړی، "هغه الوتکه چې په تویر سیمه کې لوېدلې ده، د مسافرینو په منځ کې یوګیني پریګوژین هم شامل و."

د ریا ( RIA ) او انټرفاکس اژانسونو هم ورته راپورونه خپاره کړي دي.

د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې په الوتکه کې درې پیلوټان او اوه مسافر سپاره وو. روسي مقاماتو ویلي دي چې د الوتکې د نسکوریدو د لاملونو په اړه څیړنې روانې دي چې د مسکو په سل کیلومترۍ کې لویدلې ده.

د رسنیو ناتائید شویو خبرونو کې ویل شوي چې دغه الوتکه د پریګوژین پورې مربوطه وه.

د واګنر ډله په اوکراین کې د روسیې د پوځي یرغل په سر کې ځای درلود او اکثر سیمې به لومړی همدغې ډلې نیولې او بیا به یې د روسیې پوځ ته سپارلې.

د جون په ۲۴ په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدونکو ملیشو مشر پریګوژین د مسکو په خلاف وسله وال بغاوت وکړ، خو وروسته یې خپلو سرتیرو ته د شاتګ امر وکړ.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د جون په ۲۶ ملت ته د وینا پر مهال د مسکو پر ضد د واګنر ګروپ د وسله والو بغاوت منتظمین "غداران" وبلل او تور یې پرې ولګاوه چې خپل ولس ته یې درواغ ویلي.

ښاغلي پوتین پخپلو خبرو کې دا هم ویلي وو چې د "بغاوت مشرانو خپل غړي مرګ خوا ته ورټیل وهل او دیته مجبورول چې خپل خلک ووژني".

د واګنر ملیشو له وسله وال پاڅون وروسته، د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې د واګنر هغه ملیشې چې په یاد پاڅون کې یې برخه نه وه اخیستې، پوځ سره به یوځای شي او د دفاع وزارت سره به یو تړون لاسلیک کړي.

خو پریګوژین دې مسلې ته په اشارې سره ویلي وو، چې د هغه ځینې ملیشې له نورو جوړښتونو سره یوځای شوي، خو بیرته واګنر ګروپ ته د ستنیدو په لټه کې دي.

د واګنر ګروپ مشر ویلي وو چې ددې دپاره یې د بې عدالتۍ پر ضد لاریون کاوه چې د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځ کې د دوی مرکزونه په توغندیو ویشتل او هیلوکوپترو هم پرې بمبارد کړی. روسیې د هغه دا تورونه رد کړي دي.

په روسیه کې د واګنر ګروپ له پاڅون راهیسې، د دغه ډلې ځینې جنګیالي د روسیې پوځي متحد، بیلاروس ته تللي او د هغه هیواد پوځیانو ته روزنه ورکوي.

د بیلاروس د دفاع وزارت د جولای په وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د واګنر جنګیالي د پولنډ سره د دغه هیواد د ګډې پولې په څو کیلومترۍ کې په یوه پوځي اډه کې د دغه هېواد د ځانګړي ځواکونو روزنه پیل کړې ده.

د روسیې څخه بیلاروس ته د واګنر ګروپ ملیشو استول د هغې موافقې یوه برخه وه چې له مخې یې د مسکو پر ضد د دې ډلې د مشر یوګیني پریګوژین وسله وال پاڅون پای ته ورسیده.

د حالاتو څارونکو د واګنر ډلې د پوتین د حاکمیت لپاره تر ټولو لوی خطر ګڼلی و. د دوی په باور په روسیې کې د پرېګوژین موجودیت د دې څرګندوی کوي چې د هغه خطر لا په خپل حال دی او مسکو د دغې ډلې د جنګیالیو په اړه د پرېکړې تر وخت پورې له هغه سره له احتیاط نه کار اخلي.