جنوبي وزیرستان کې په وسلوال بريد کې ۱۱ پوځيان وژل شوي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستاني چارواکي وايي، د پوځ پر ګاډو په یو وسلوال برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د بره جنوبي وزیرستان امنیتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې دا برید نن سهار (د اګست پر ۲۲مه) د تیارزه تحصیل په شولام خیسور سیمه کې د پوځ په دوو ګاډو باندې وشو. د چارواکو په وینا برید په "۳۰ بلوچ رجمنټ" باندې شوی دی.

امنیتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې له وسلوالو سره په نښته کې د پوځ د نایب صوبیدار په ګډون ۱۱ پوځیان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. د چارواکو په خبره په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي او سیمه یې په خپل کنټرول کې اخیستې ده.

تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د شولام خیسور سیمې د برید ذمه واري منلې ده او په دغه پېښه کې یې د ۱۸ پوځیانو د وژلو ادعا کړې ده.

بلخوا د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په پېښه کې يې شپږ سرتېري وژل شوي دي. خبرپاڼه کې ادعا شوې چې له وسلوالو سره د نښتې پر مهال يې څلور وسلوال وژلي او دوه نور يې ژوبل کړي دي.

د شمالي‌ وزیرستان په میرامشاه کې وسله والو د اګست پر ۲۰مه ناوخته دوه تنه په ډزو وژلي ول.

د میرامشاه پولیس تاڼې یو چارواکي محمد عمر خان د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې ټېکه دار یونس خان او د هغه موټر چلوونکی عبدالناصر هغه مهال د وسله والو په برید کې ووژل شول چې د امنیتي ځواکونو پوستې ته یې سامان وړلو.

د دوی په وینا، وسله وال تر پېښه وروسته تښتېدلي دي خو دوی په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري‌ نه ده منلې.

د اګست پر ۱۹مه، د شمالي وزیرستان په شوال کې په يوه چاودنه کې د پوځ سره کارکوونکي ۱۱ مزدوران وژل شوي ول. يو پوځي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د اګست پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د مکین او واڼا اوسېدونکو هغو مزدورانو د پوځ له خوا په جوړېدونکې يوې ودانۍ کې کار کاوه.

سرچينې وویل چې د مزدورانو پر ګاډي په ميرکوټ سيمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم برید شوی دی. د هغه په وينا، په برید کې د ۱۱ مزدورانو د وژل کېدو تر څنګ دوه زخميان شوي هم دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

همدا رنګه د اګست پر ۱۹مه هم د جنوبي وزیرستان په مکین تحصیل کې پر پوځیانو په یو وسلوال برید کې پينځه سرتېري وژل شوې ول. د هغه برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د شمالي او جنوبي وزیرستان اوسیدونکو په وار وار د بدامنۍ خلاف مظاهرې کړې دي. دوی د دغو مظاهرو پر مهال له حکومت او پوځ نه غوښتنه کړې ده چې د هغوی د سر او مال د خوندیتوب باور دې ورکړي.

خلکو د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخول په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په اکثرو دې غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.